Friday, December 7, 2018

حیض

#حيض #په #حالت #کښې #د #جماع(#جنسي #عمل)#ضررونه:
لیکنه: سیدحبیب الله سمسور.
قوله تعالى: ((وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُواْ النِّسَاء فِي الْمَحِيضِ وَلاَ تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّىَ يَطْهُرْنَ))[سورة البقرة - ٢٢٢]
او پوښتنه کوي دوئ له تانه (اى محمده!) له (احکامود)حيض څخه ، ووايه (اى محمده دوئ ته) دا يوه پليتي ده نو په څنګ شئ (له جماع د) ښځو (خپلو) په وخت د حيض کښې اومه نژدې کيږئ!(په جماع سره) دوئ ته تر هغه پورې چې (ښې) پاکې شي.          
الله  ج  چې د حيض په وخت کښې جماع منع کړې ده ډېر اسرار پکښې دي چې موجوده علم ئې ځينې دهغو ثابت کړي دي، د همدغه مطلب دپوهيدو لپاره لاندې څو ټکي څيړل کېږي.
افرازات په دوه نوعه دي
الف:ضروري:هغه افرازات دي چې د ژوند لپاره ضرري(secretion)نه دي لکه: د هضم افرازات ، تناسل ، هورمون او...
ب:ضرري: هغه افرازات دي چې بايد دبدن څخه خارج شي ځکه چې انسان لپاره پکې ضرر دى لکه: بول،براز، عرق او حيض.
د حيض په حالت کښې مقاربت دلاندې ضررونو باعث ګرځي
١- درحم د مخاطى غشا څخه وينه، دمړې شوې تخمې بقاياوي،مختلف هورمونونه او ځينې مضر عناصر لکه زرنيخ چې وژونکي زهر دي خارجيږي.
٢- په اسانۍ سره مکروب د رحم داخلي خاليګاه ته ننوځي چې د زياتو التهاباتو باعث ګرځي او ډير تکليفونه پيداکوي.
٣- په دغه وخت کښې جماع د زياتې خونريزۍ سبب ګرځي او درحم لپاره مضر ثابتيږي.
٤-ډېرې ښځې د حيض په دوران کښې د دردونو او تکليفونو څخه شکايت کوي او جماع دغه تکليفونه نور هم زياتوي.
٥-دښځې عصبي او رواني حالت د حيض په وخت کښې غير طبيعي وي او جماع ددې باعث ګرځي چې نور يې هم خراب کړي.
٦- هغه نور ضررونه چې تر اوسه معلوم شوي نه دي.
هغه زيانونه چې نارينه ته متوجه دي
١-د زهرناکو افرازاتو(دحيض وينه) اود مکروبونو ضررونه د جماع په وخت کښې نارينه ته سرايت کوي.
٢- د حيض په حالت کښې جماع د نارينه دعقيم (شنډوالي) باعث ګرځي.
٣-جماع(جنسي عمل) د ذهن دکمزورۍسبب ګرځي(دمياشتنۍ دورې په وخت کې)
٤-هغه بوى چې د حايضې ښځې څخه حس کېږي بد رواني تاثيرات مينځ ته راوړي او لرې نه ده چې د خپلې ښځې څخه د نفرت او کرکي فضا را منځ ته کړي.
٥-جنسي مقاربت د حيض په حالت کښې د جذام ناروغي پيداکوي.
٦-په رحم کښې د پيدا شوو جراثيمو په سبب، بولي قنات، مثانه او پروستات کښې التهابات سرايت کوي، چې د ادرار په وخت کښې سوزش او نور مشکلات رامنځ ته کېږي،په همدې اساس الله ج  د پاکوالي په هکله داسې فرمايلي دي:
((وَإِن كُنتُمْ جُنُبًافَاطَّهَّرُواْ))      [سورة المائدة٦]
او که وئ تاسې جنبان(په جنابت کښې) نو ښه ځان پاک کړئ!
د جماع نه وروسته غسل دنارينه او ښځې لپاره د جلدي او نورو ناروغيو څخه د ساتنې غوره او ګټه وره طريقه ده ، دطبيعت د تازه والي او خوشحالۍ باعث ګرځي، هغه کمزوري او سستيا چې د جماع په وجې مينځ ته راغلې ده له مينځه وړي، او بل حکمت په کښې دا دى چې دبدبوئى ،ګندګۍ او هغه جراثيم او مکروبونه چې په دغسې ځايو کښې تجمع کوي د استنجا او غسل په سبب ټول ختميږي او ددې نه علاوه نورې ګټې هم لري.

فايده:ګرانولوستونکوښه فکر وکړئ ، کله چی الله پاک دعارضی نجاست یعنی دحيض په حالت کې دصحبت څخه منع فرمایلې ده ، اوضرورنه يی هم زيات دي ، نوپه دايمی نجاست )مقعد(کی خو په طريقه اولی حرام او منع دی . په مسند احمد کی دخزيمه بن ثابت رض نه روايت دی چی رسول الله  ص  وفرمایل :)ان الله لا یستحی من الحق لاتاتوالنساء من ادبارهن( الله پاک دحق خبری دبیان نه حیا نه کوی )حق بیانوی( پس تاسوهغوی ته ددبر دطرف نه مه راځئ.
ابن مسعود رض فرمایی چی زنانوته په دبر کی راتګ حرام دی (الاثار)
ابوهریره رض روايت کوي چی رسول الله ج وفرمايل :کوم سړی چی دخپلی خځی سره په دبر کی يوځای کيږی هغه ملعون دی ، اوپه يوروايت کی راغلی چی دی په دی عمل سره کافر شو )ابوداود،اعلاء السنن(
په دی عمل (لواطت) سره په ځانګړي ډول زنانو ته يولړبيماريانی اوافتونه پيښیيږی لکه بواسير ، انفلات الريح ،دمقعدزخمونه  او...
همدارنګه خځودخځوسره صحبت (دخځو هم جنس پرستی ) يعنی سحاق باالا تفاق حرام دی .
په لاس سره د مني دخارج کولوحکم.
په لاس سره دمني خارج کول بالکل جايز نه دي ځکه دادښځی نه غير فايده اخيستل دي ، الله ج فرمايلی دي:( وَٱلَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ﴿٥﴾إِلاَّ عَلَىٰ أَزْوَاجِهِمْ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ﴿٦﴾فَمَنِ ٱبْتَغَىٰ وَرَآءَ ذٰلِكَ فَأُوْلَـٰئِكَ هُمُ ٱلْعَادُونَ﴿٧﴾                                                                 (سورة المومنون)
اوڅوک چی دخپل  شرمګاه حفاظت کوی مګر دهغوئ بيبيانی اودهغوئ وېنځې، دهغوئ په باره کی هغوئ ملامته نه دي.
ددې ايات نه دښځی اودوينځې نه علاوه په بلې طريقی فايده اخيستل اودقضاء شهوت عدم جواز ثابتيږي .
امام شافعی ددی ايات نه دليل نيولی چی استمنا په لاس سره حرام ده .
خو که دزنااوهلکانو سره په زنا کی داخته کيدلو ويره وی نو جايز ده.دلاس دزنا په باره کی څه صحيح حديث نه دی راغلی خودایات عموم اشاره کوي چی دا مکروه تحريمي دی ،اګر چې په سلفو کی ددی عندالضروت اختلاف پاتی شوی دی  خو دکراهت والاقول صحيح دی (الفقه الحنفی وادلته،فتاوی فريديه)
دلاس زنادښه اخلاقو نمونه نه ده دادانسانی بدن دپاره يوډېر نقصانی څيز دی کوم سړی چی دحد نه زياته دلاس زنا کوی هغه دښځی سره صحبت نه شي کولای ،که هغه دوائی هم واخلی خودځوان سړي په شان به جماع باندی قادر نه وي ،بلکی دنامرد په شان به وي .  
فاحفظ منيک ان يصب فانه ماء الحيات يراق في الارحام
دخپل مني حفاظت وکړه ځکه چی دادژوند اوبه دي کومې چې په رحم کی اچولی شي .
دلاس دعمل په وجه سړی شنډيږي،همدارنګه دسرعت انزال ،جريان،عصبي ناروغي،دبدن کسالت اوداسی نورو ناروغيو باندی اخته کيږي ، اوتحقيق  کونکو داهم ويلی دي چی يوځل دلاس عمل داته ځله دخپلی ښځی سره دجماع (کوروالي) نه زيات نقصانی دی .
حضرت اشرف علی تهانوی رحمه الله په السنة الجلية کی ليکلی دي چې دحضرت شيخ واسطی ارشاد دی چی کله الله تعالی دکوم بنده دذليل کيدو اراده وکړي نو هغه په بد نظر ی باندې مبتلاکړي يعنی دامردو (نوعمره) په صحبت کی مبتلاکړي.
تنبيه : درضاعت په حالت صحبت (جماع) ماشوم ته نقصان رسوی اومني حمل ته نقصان رسوی ، خوداپه کثرت باندی منحصرده که عمل لږ وی نقصان نه ورکوی او نهی تنزيهی ده تحريمی نه ده.(فقه حنفي )

No comments:

Post a Comment