Tuesday, December 11, 2018

حکایت از صلاح الدین ایوبی

صلاح الدین ایوبي رحمه الله ته خبر و رسېده، چي أرناط باچا په فلسطین کي د کرک والي د مسلمانو حاجیانو مخه نیولې، ښځي او ماشومان یې خورا په بې رحمۍ سره وژني او دی وایي: چي و محمد(صلی الله علیه وسلم) ته موږ ور ږغ کړئ، چي تاسو را څخه وژغوري..!

د دې خبر په اورېدو سره، صلاح الدین ایوبي په لرزه سو، سګلۍ یې شروع سوې او دوې پرله پسې ورځي یې وژړل.
او بیا یې وویل: اې مهربان څښتنه! ما ته اجازه راکړه، چي د محمد رسول الله(صلی علیه وسلم) په نمائنده ګۍ، د ده د امت دفاع وکړم.
دا یې تکرارول په همدې غمجن حالت کي و.
بیا وروسته خپل لښکر ته راغی او هغو ته یې دا لنډه وینا وکړل:

اې د محمد(صلی الله علیه وسلم) لښکره..!
أرناط باچا د بیت الله حاجیان وژني او ظلم ور باندي کوي او د هغوۍ د ښځو او ماشومانو ویني بهوي او هغو ته وایي: چي و محمد(صلی الله علیه وسلم) ته موږ ور ږغ کړئ، چي تاسو را څخه وژغوري..!
نو ما خپل نفس او روح د رسول الله(صلی الله علیه وسلم) د امت په دفاع او ساتنه کښي وقف کړی دی، نو په تاسو کي چي څوک غواړي چي له ما سره ولاړ سي، نو هغه دي له ما سره یو ځای سي... .
ټول لښکر یې په یوه خوله جواب ور کړ: موږ ټول تر رسول الله(صلی الله علیه وسلم) قربان یو..

نو کله چي د حطین جګړه ونښتل، سیمه د صلاح الدین ایوبي رحمه الله تر لاس لاندي سوه، أرناط باچا د ده له لوري ونیول سو.
صلاح الدین رحمه الله ورته وویل: هغه ته وې، چي ویل دي: چي و محمد(صلی الله علیه وسلم) ته موږ ور ږغ کړئ، چي تاسو را څخه وژغوري..!؟
هغه ځواب ورکړ: هو
صلاح الدین ایوبي رحمه الله ورته وویل: زه فقیر مریی د رسول الله(صلی الله علیه وسلم) نمائنده یم، هغه رالېږلی یم، ستا ومخ ته ولاړ یم، تر څو د رسول الله(صلی علیه وسلم) د امت ساتنه ستا د سر په پرې کولو وکړم..
او بیا یې په خپله توره، د هغه سر له تن څخه جلا کړ..!

چا چي تر پایه لوستې وي، نو الله اکبر دي ولیکي..!

No comments:

Post a Comment