Monday, December 10, 2018

لوی گناهونه

86 کبیره ګناهونه (لوی ګناهونه)

په دی شرط یی ولولی چی له نورو سره شریک یی کری!!!!

لاندي د کبیره ګناهونو لیست د قران عظیم الشان، احادیثو او د اسلامي علماوو له کتابونو را ټول شوی.

۱ ـ د الله جل جلا له سره شريك نيول.
۲ ـ د الله جل جلا له دوستانو ته ضرر رسول.
۳ ـ د الله جل جلا له د نامه څخه پرته د بل چا پر نامه ذبح كول.
۴ ـ د الله جل جلا له د رحمت څخه نا اُميده كيدل.
۵ ـ د الله جل جلا له د عذاب او سزا څخه بيغمي كول.
۶ ـ د الله جل جلا له د ذات يا صفاتو پرته په بل شي قسم اخيستل.
۷ ـ قصداً لمونځ قضا كول.
۸ ـ بيله شرعي عذره د رمضان د مياشتي روژه نه نيول.
۹ ـ د قدرت په وخت كي حج نه كول.
۱۰ ـ زكات نه وركول.
۱۱ ـ څوجمعې پرلپسې د جمعې لمونځ پرېښوول.
۱۲ ـ بېله عذره د جماعت لمونځ پرېښوول.
۱۳ ـ د مور يا پلار سره بد سلوك كول.
۱۴ ـ پر الله جل جلا له يا پر رسول صلی الله علیه وسلم درواغ ويل.
۱۵ ـ د جهاد له ميدان څخه تښتيدل.
۱۶ ـ د حاكم لخوا پر رعيت ظلم كيدل.
۱۷ ـ د مؤمنو دوستانو سره اړيكي پرې كول.
۱۸ ـ د درواغو شاهدي ادا كول.
۱۹ ـ شراب څيښل.
۲۰ ـ قماركول.
۲۱ ـ پر پاك لمني ښځي د زنا تهمت لګول.
۲۲ ـ د بيت المال ، غنيمت او زكات په مال كي خيانت كول.
۲۳ ـ غلا كول.
۲۴ ـ لاره وهل ( قطاع الطريق ).
۲۵ ـ ناحقه قسم اخيستل.
۲۶ ـ پر ميرمني اولادونو اولاس لاندي كسانو ظلم كول.
۲۷ ـ د مسلمانانو څخه ججه اخيستل.
۲۸ ـ حرام مال خوړل.
۲۹ ـ ځان وژل.
۳۰ ـ درواغ ويل.
۳۱ ـ غيرعادلانه قضاوت كول.
۳۲ ـ رشوت اخيستل.
۳۳ ـ نارينه د ښځي يا ښځه د نارينه په څيرځان جوړول.
۳۴ ـ په كورنۍ كي اخلاقي فساد ( ديوثي ) زغمل.
۳۵ ـ طلاقه ښځه ترنكاح وروسته لمړي ميړه ته طلاقول.
۳۶ ـ كالي او بدن د بولو او نجاست څخه نه ساتل.
۳۷ ـ د شهرت لپاره عبادت او ښه كارونه كول.
۳۸ ـ ديني عالم د دنيوي ګټو لپاره علم حاصلول او يا علم پټول.
۳۹ ـ په امانت كي خيانت كول.
۴۰ ـ دنيكۍ وروسته پرچا احسان اچول.
۴۱ ـ قضا او قدر درواغ بلل.
۴۲ ـ د مسلمانانو پټ رازونه معلومول.
۴۳ ـ د مسلمانانو په منځ كي د فساد كوښښ كول.
۴۴ ـ پر مسلمان باندي لعنت ويل.
۴۵ ـ د وعدې څخه مخالفت كول.
۴۶ ـ د نجومي اوكاهن غيبي ويناوې منل.
۴۷ ـ د ميړه څخه د ميرمني نافرماني كول.
۴۸ ـ د ژونديو موجوداتو تصويرونه ليكل.
۴۹ ـ د تكليف په وخت كي په ځان حملې لګول يا چيغي او نارې وهل
۵۰ ـ سود خوړل.
۵۱ ـ د كامل اسلامي حكومت پرضد بغاوت كول.
۵۲ ـ همسايه زهيرول.
۵۳ ـ مسلمانان ازارول ياښكنځل ورته كول.
۵۴ ـ په قصد سره بې ګناه مؤمن وژل.
۵۵ ـ نارينه د كبر او زينت لپاره پايڅې كښته كول.
۵۶ ـ نارينه سره زر يا ورېښم استعمالول.
۵۷ ـ د بادارڅخه د مريي تښتيدل.
۵۸ ـ سحر او جادو كول.
۵۹ ـ د پلار څخه پرته بل څوك نسبي پلار بلل.
۶۰ ـ حيرانوونكي او دخلګو ترپوهي لوړي خبري كول.
۶۱ ـ د خلګو څخه اوبه منع كول.
۶۲ ـ په وزن او پيمانه كي كمى كول.
۶۳ ـ لواطت كول.
۶۴ ـ زنا كول .
۶۵ ـ قصداً ځان معذوره كول.
۶۶ ـ د يتيم مال خوړل.
۶۷ ـ چم اودهوكه كول.
۶۸ ـ د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحاب په بدو نومونو بلل.
۶۹ ـ د مسلمانانو په حال د هغودښمنان خبرول.
۷۰ ـ يو چا ته د نسب طعنه وركول.
۷۱ ـ دلارو لوحې او نښي بدلول.
۷۲ ـ په وصيت سره خپلو وارثانو ته نقصان رسول.
۷۳ ـ په ګناه اخته مؤمن كافر، بې ايمانه ، د الله جل جلا له دښمن يا خداى جل جلا له وهلى بلل.
۷۴ ـ بدو لارو ته خلګ بلل يا ناروا شيان جوړول اوعامول.
۷۵ ـ مسلمان د هغه دښمن ته ښوول.
۷۶ ـ حيوان د داغ په مرسته نښاني كول.
۷۷ ـ د سرو يا سپينو زرولوښي استعمالول.
۷۸ ـ تهمت ، غيبت او بهتان ويل.
۷۹ ـ د مسجد او اسلامي مدرسې نړول.
۸۰ ـ د قرآن كريم يادكړي آيتونه هيرول.
۸۱ ـ خود خواهي ، غرور او تكبر كول.
۸۲ ـ د خوراكي موادو په ګرانۍ خوشحاله كيدل.
۸۳ ـ كفري رواجونه خوښول.
۸۴ ـ حلال بد ياحرام ښه ګڼل.
۸۵ ـ ساز او رقص خوښول.
۸۶ ـ پر نصيحت د قدرت په وخت كي نصيحت نه كول.


No comments:

Post a Comment