د شیطان تښتېدل :
په «درة الناصحین» کی په یو حکایت کی وایی : چی یو شخص په ځنګله کی روان و چی پر لاري یو شیطان هم ورسره ملګری سو د دې سفر پر مهال اړونده شخص د سهار ، ماپښین ، مازیګر ، ماښام او ماخستن آن یو لمونځ هم ادا نکړ .
کله چی هغه د څملاستلو او بیدیدلو اراده وکړه ، نو شیطان وغوښته چی وتښتی هغه شخص ورڅخه وپوښتل چی څه قصه ده او ولی تښتې ؟ شیطان ورته وویل: چی ما د خدای تعالي صرف یوه نافرماني وکړه او په هغه سره ملعون سوم ، خو تا نن پنځه واره د خدای تعالی نافرماني وکړه او زه د خدای تعالی له غضبه بیریږم ، داسی نه چی الله تعالی ستا د دې لویو ګناهونو له امله پر ما هم اضافه غضب نازل نکړي .
هو ، باید جدأ متوجه اوسو چی الله تعالی انسانان د خپل عبادت له پاره خلق کړي دي او لمونځ د الهي عبادت اساس دی ،لمونځ عمل هم دی او عقیده هم ده ،نو لمونځ وکړه مخکی له دې چی تا ته لمونځ درکړه سی (د جنازې) .

No comments:
Post a Comment