❤️🌲 ❤️🌲
*د اسلامي أمت یوه واقعه*
یوه ورځ حضرت عمر ابن عبد العزیز ته د زکات ډېر مال راوړل سو نو ده خپل تر لاس لاندي خلکو ته وویل: دا مال په فقیرانو مصرف کړئ
!!هغوی ورته وویل: په ټول اسلامي أمت کي اوس فقیر ندی پاته سوی
أمیر المؤمنین وویل: په دې مال سره اسلامي لښکر او فوج مجهز کړئ
هغوی وویل: اسلامي لښکر دنیا ته جواب ورکړی دی
حضرت عمر ابن عبد العزیز رحمة الله علیه وویل: په دې مال سره مسلمانانو ځوانانو ته ودونه ور وکړئ
هغوی وویل: چا چي واده غوښتی هغو ټولو ته مو ودونه ورکړیدي
أمیر المؤمنین حضرت عمر ابن عبدالعزیز وفرمایل: په دې مال سره د قرضداره خلکو پورونه ور اداء کړئ
هغوی وویل: د خلکو پورونه مو ور اداء کړل او پسې ئې اضافه لا پاته سوې
بیا أمیر المؤمنین وویل: علماء کرامو ته دا مال ورکړئ
هغوی وویل : هغو ته مو هم خپله برخه ورکړل خو بیا هم مال اضافه پاته سو
عمر ابن عبدالعزیز وفرمایل: د أهل ذمة یهودانو پوښتنه وکړئ او پورونه ئې ور اداء کړئ
هغوی وویل: د هغو سره مو هم په پورونو اداء کولو کي مرسته وکړل، پورونه ئې اداء سول خو مال بیا هم اضافه پاته سو
په آخر کي أمیر المؤمنین حضرت عمر ابن عبد العزیز رحمة الله علیه وفرمایل: په دې مال سره غنم رانیسئ او د غرونو پر سرونو ئې وپاشئ تر څو څوک دا ونه وايي چي د مسلمانانو په حکومت کي « مرغان وږي پاته سوي ول »
د اسلام په تاریخ کي داسي حاکمان او واکمنان تېر سوي دي چي د مسلمانانو ضرورتونه ئې محسوسول او هم ئې د علماؤو قدر پېژندی هسي نه وه چي ځانته به ئې هرڅه لرل
خو پاته اسلامي أمت به له ډول ډول مشکلاتو او ضرورتونو سره مخ وو.

No comments:
Post a Comment