Friday, December 6, 2019

مخکی د خوب نه دروازه بندول سنت دی

له ویده کېدلو وړاندې د دروازو بندول سنت دی!

له حضرت جابر رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله ﷺ وفرمایل:
أَطْفِئُوا الْمَصَابِيحَ بِاللَّيْلِ إِذَا رَقَدْتُمْ، وَغَلِّقُوا الْأَبْوَابَ.
(صحیح البخاري)
ژباړه:
ګل کړئ چراغونه خپل د شپې کله چې تاسې ویده کېږئ او دروازې قلف کړئ.

همدارنګه د دروازو د بندولو فایده هم په یوه بل حدیث کې رسول الله ﷺ فرمایلې ده:
له حضرت جابر  رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه فرمايي چې، رسول الله ﷺ وفرمایل:
وَأَغْلِقُوا الْأَبْوَابَ، وَاذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ، فَإِنَّ الشَّيْطَانَ لَا يَفْتَحُ بَابًا مُغْلَقًا.
(صحیح مسلم)

ژباړه:
او دروازې بندوئ، د الله جل جلاله نوم یادوئ؛ ځکه شیطان هغه دروازه نه خلاصوي کومه چې بنده وي.

(مولوي فضل ربي)

ګرانو ورونو!
د اسلام مبارک دین مونږ ته داسې تعلیمات راکوي، چې زمونږ د دنیا او آخرت ګټې پکې نغښتې دي. راځئ چې پرې عمل وکړو او تر نورو مسلمانانو پورې یې هم ورسوو. هر مسلمان یې چې لولي او عمل پرې کوي، تاسې ته به یې هم ثواب رسیږي.

یوه غوښتنه
-که پورتنۍ لیکنه مو




No comments:

Post a Comment