Thursday, December 5, 2019

حدیث شریف

همیش تر ځان کښته خلګو ته ګوره؟

*ژباړه:رسول الله ﷺ فرمایلي دي: کله چې تاسو داسي چاته وګوری چې هغه پر تاسو د مال او بدن په اساس غوره او بهتر سوي وي نو پدې حالت کې تر ځان کښته ته وګوره*

صحیح البخاري.

(د پورته حدیث مطلب دادی چې د الله په قضاء او تقدیر هر وخت راضي واوسه، کوم نعمتونه چې الله تاته درکړي دي هغه نعمتونه کیدایسي زیات خلګ ئې ونه لري، او یا دا چې الله تعالی یو قسم نعمتونه یو انسان ته ورکړي وي بل انسان ته ئې د هغه د حال سره برابر نعمتونه ورکړي. خلص دا چې الله تعالی تر هر چا په خپل مخلوق زیات خبرلرونکی د زیاتو حکمتونو حښتن دی، او الله تعالی په هر حالت کې د مسلمان څخه امتحان اخلي).

No comments:

Post a Comment