Wednesday, January 15, 2020

معلومات در باره خانه کعبه

سبحان الله!!!
آیا پوهیږی چې د کعبې شریفې په سر د طیارو تګ ولې حرام دی او ولې په مکه معظمه کې هوایې میدان نشته؟
دغه معلومات به تاسې حیران کړي.
دا هغه معلومات دی چې د نړۍ زیات خلک یې مسلمانان کړل.
کعبه شریفه د ځمکې مینځ دی، چې بغیر له کوم تغیر شکل او انحراف څخه د ځمکې په مینځ کې موقعت لري. کعبه شریفه د ځمکې د جاذبې قوې مرکز دی چې په طبیعي ډول مقناطیسي خاصیت لري او د مقناطیسي جاذبې مرکز هم دی. دا هغه مرکز دی چې د هوا په خالیګا او د ځمکې د سطحې په سر د کیهانې شعاعو ټکرونه تشکیلوي نو ځکه د کعبې شریفي په سر باندې نه مرغان او نه هم طیارې حرکت کولای شي. نو ځکه د سعودې عربستان په مکه معظمه ښار کې هوایې میدان نشته.
او دا هم باید واضح شي چې ولې مرغان د کعبه شریفي شاوخوا الوزي مګر د کعبه شریفي د پاسه الوتلې نشي.
دا ځکه چې کعبه شریفه د ځمکې په سر یوه رڼا ده چې دا رڼا له کعبه شریفې راځي د هوا او اسمان څخه تیریږي چې دا رڼا د بیت المامور سره په عمودې ډول نښې یعنې د ځمکې په سر د الله سبحان وتعالی کور کعبه دی!

Monday, December 9, 2019

د رسول الله ژړا

يوه ورځ رسول الله ( صلى الله عليه وسلم) وژړل
ورته يې وويل: اى د الله رسوله څه شي و ژړولې ؟
ويې ويل : مينه وال مې را په زړه شول.
ورته يې وويل آيا موږ ستا مينه وال نه يو ؟
و يې ويل: نه، تاسې مې اصحاب يا ملگري يئ
مينه وال مې هغه كسان دي چې:
له ما وروسته راځي زه به يې نه يم ليدلئ خو ايمان به راباندې راوړي.
الله(ج) دې موږ د رسول الله (ص) له رښتينو مينه والو وگرځوي. ( آمين)
راځئ په Share كولو سره يې له رسول الله (ص) سره خپله مينه ښكاره كړو.
دا پاڼه هم لایک کړئ ...

رسول الله ص ته نژدی خلک په اخرت کی

د قیامت په ورځ رسول الله»ﷺ» ته نږدې خلک څوک دي؟
له ابن مسعود رضی الله عنه څخه روايت دی چې، رسول الله»ﷺ» فرمايلي:
- «أَوْلى النَّاسِ بي يوْمَ الْقِيامةِ أَكْثَرُهُم عَليَّ صلاةً»
ژباړه: - د قيامت په ورځ به ما ته نږدې خلک (د شفاعت لپاره) هغه وي چې، پر ما يې زيات درود ويلی وي.
((رواه الترمذي باسناد حسن))

په بل حدیث شریف کې، رسول الله»ﷺ» فرمایلي:
- «مَنْ صَلّٰى عَلَيَّ وَاحِدَة صَلَى اللهُ عَلَيْهِ عَشْرًا.»
ژباړه: - كه چا پر ما باندې يو ځل درود شريف ووايه؛ نو الله تعالىﷻ به پر هغه شخص لس ځلي رحمت نازل كړي.
((مشكوة: ج۱ صـ۸۶))
آیا د مسلمان لپاره تر دې بل غټ زیری شته؟
راځئ چې په پوره ذوق په خوږ نبي حضرت محمد»ﷺ» درود شریف ووایو، تر څو الله تعالیﷻ پر مونږ رحمتونه نازل کړي او حضرت محمد»ﷺ» مو د قیامت په سخته او اوږده ورځ شفاعت وکړي
.صلى الله عليه وسلم.
که پوره ولوستل شو کمینټ وکړی

الله پاک په سوره فجر کی وایی

☆يَٰٓأَيَّتُهَا ٱلنَّفۡسُ ٱلۡمُطۡمَئِنَّةُ
«ای روح آرام یافته.

♡ٱرۡجِعِيٓ إِلَىٰ رَبِّكِ رَاضِيَةٗ مَّرۡضِيَّةٗ
به سوی پروردگارت باز گرد, در حالی که تو از او خوشنوی و او از تو خشنود است.

♢فَٱدۡخُلِي فِي عِبَٰدِي
پس در زمرۀ بندگان (خاص) من در آی.

¤وَٱدۡخُلِي جَنَّتِي
وبه بهشت من وارد شو»

📚[ سوره الفجر _ آیات ۲۷ إلی ۳۰ ]

یو قیصه

د شیطان تښتېدل :

په «درة الناصحین» کی په یو حکایت کی وایی : چی یو شخص په ځنګله کی روان و چی پر لاري یو شیطان هم ورسره ملګری سو د دې سفر پر مهال اړونده شخص د سهار ، ماپښین ، مازیګر ، ماښام او ماخستن آن یو لمونځ هم ادا نکړ .

کله چی هغه د  څملاستلو او بیدیدلو اراده وکړه ، نو شیطان وغوښته چی وتښتی هغه شخص ورڅخه وپوښتل چی څه قصه ده او ولی تښتې ؟ شیطان ورته وویل: چی ما د خدای تعالي صرف یوه نافرماني وکړه او په هغه سره ملعون سوم ، خو تا نن پنځه واره د خدای تعالی نافرماني وکړه او زه د خدای تعالی له غضبه بیریږم ، داسی نه چی الله تعالی ستا د دې لویو ګناهونو له امله پر ما هم اضافه غضب نازل نکړي .

هو ، باید جدأ متوجه اوسو چی الله تعالی انسانان د خپل عبادت له پاره خلق کړي دي او لمونځ د الهي عبادت اساس دی ،لمونځ عمل هم دی او عقیده هم ده ،نو لمونځ وکړه مخکی له دې چی تا ته لمونځ درکړه سی (د جنازې) .

Saturday, December 7, 2019

قرض نه خلاصیدل

که غواړئ چې د #قرضونو او غمونو څخه خلاص شئ نو د رسول الله ﷺ په دغه نصیحت عمل وکړئ!

ابو سعید الخدري رضي الله عنه فرمایي:
یوه ورځ رسول الله ﷺ مسجد ته تشریف راوړ، د ابو امامه په نوم يې یو انصاري صحابيؓ  ولید،
تپوس یې ترې وکړ:
ابو امامه! د لمونځ وخت خو لا نه دی،
څنګه بې وخته په مسجد کي ناست یې؟
هغه ورته وویل:
د اللهﷻ رسوله!
څه #غمونو او پریشانۍ او #قرضونو راګېر کړی یم.
رسول اللهﷺ ورته وویل:
آیا داسي کلمات او دعاء درته ونه ښایم چي، کله هغه وایې؛ نو الله ﷻ به دي له غمونو او قرضونو څخه خلاص کړي؟
ابو امامه ؓ وایي:
ما ورته وویل: د اللهﷻ  رسوله!
ولي نه بیا ورته د الله ﷻ رسولﷺ  دغه دعاء وښودله او توصیه یې ورته وکړه چي،
سهار او ماښام دا درې درې ځله وایه:

«اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ الْهَمِّ وَالْحُزْنِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ الْعَجْزِ وَالْكَسَلِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ الْجُبْنِ وَالْبُخْلِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ، وَقَهْرِ الرِّجَالِ».

صحابي وایي: ما به چې کله دا دعاء ویله؛ نو الله تعالیﷻ  به زما پریشانۍ هم ختمي کړې او له قرضونو څخه یې هم خلاص کړم.

(صحيح الترغيب والترهيب جـــ۳ صـــ۵۵)

ګرانو ورونو او خویندو! په خپلو کورونو کي مېرمنو، خویندو، میندو، او خپلو اولادونو ته دا دعاء زده کړئ؛ ځکه چې ډيره د پريشانيو زمانه ده چې، الله تعالی مو مدد ګار شي.

د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ!
جَـــــزَاکُ الله خَیٌرًا ڪَثِیرَا
فَی اٌلدُّنٌیا وَالٌآخِرَهٌ.

معلومات جالب

#پـــاملـرنه:
ډیرځایونه مي لیدلي دي چي ان شاءالله ئي په (انشاءالله) سره لیکلي وي.
که چیري معنٰي ته ئي وکتل شي یوله بل سره څرګند توپیر لري باید د داسي کلمو په لیکلو کي پوره دقت وکړو .
✔ إن شاء الله : که دالله رضاء وه، (که خداي کول)
✘  انشاءالله : دالله جوړول (نعوذبالله)