Sunday, August 7, 2022

اسلامی معلومات

 #لوستـــــــــل يی #ضــــروری دی 

د عاشورا ورځي اسلامي او تاریخي ارزښت:🌷

لمړی خو بايد په دې ورځ روژه ونيول سي

--------------------------------------------

ځیني دوستان فکر کوي چي د عاشورا ورځ یواځي د جنت د ښکلي ځوان حضرت امام حسین رضي الله عنه د شهادت ورځ ده، خو خبر نه دي چي ددغي ورځي اسلامي او تاریخي مخینه (قدامت) آن لومړي انسان ادم علیه السلام ته رسیږي، ان حضرت حسین رضي الله عنه ژوندی ؤ، نبي کریم صلی الله علیه وسلم په دې ورځ روژه نیول، دلته یې ولولئ:

۱ــ د عاشورا په ورځ حضرت ادم علیه السلام پیدا سوی.

۲ــ دعاشورا په ورځ مځکه او قلم پیدا سوي.

۳ــ د عاشورا په ورځ د ادم علیه السلام توبه قبوله سوې.

۴ــ د عاشورا په ورځ د حضرت نوح علیه السلام کشتی له توپانه وژغورل سول.

۵ــ د عاشورا په ورځ حضرت ابراهیم علیه السلام د نمرود له اور څخه نجات پیداکړ.

۶ــ د عاشورا په ورځ حضرت موسی علیه السلام او بني اسرائیل دفرعون له ظلمه خلاص سول او د قلزوم له سمندره سلامت تیرسول.

۷ــ د عاشورا په ورځ حضرت سلیمان علیه السلام ته پاچاهي ورکړل سول.

۸ــ د عاشورا په ورځ حضرت ایوب علیه السلام له اوږدې ناروغیه خلاص سو.

۹ــ دعاشورا په ورځ یونس علیه السلام د ماهي له ګیډي سلامت راووت.

۱۰ــ د عاشورا په ورځ حضرت یوسف علیه السلام له نهه کلن زندان وروسته راخلاص سو.

۱۱ــ دعاشورا په ورځ حضرت عیسی علیه السلام اسمانونو ته وختی او دیهودیانو له ظلمه خلاص سو.

۱۲ــ د عاشورا په ورځ به قیامت راځي.

۱۳ــ د عاشورا په ورځ پر موسی علیه السلام باندي تورات نازل سو.

۱۴ــ د عاشورا په ورځ د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم او بي بي خدیجې رضی الله عنها ترمینځ نکاح ترسره سوې.

۱۵ــ د عاشورا په ورځ سیدنا امیرالمؤمنین حضرت عمرفاروق رضي الله عنه شهید سوی.

۱۶ــ د عاشورا په ورځ د نبي پاک علیه السلام لمسی حضرت حسين رضي الله عنه شهید سوی.🌷

No comments:

Post a Comment