Friday, February 5, 2021

خلقت چشم

 

د الله تعالى ج تخليق:

سترګه د اوبو یوه کڅوړه ده چې، شا طرف ته یې سل زره (۱۰۰۰۰۰) تارونه تېر شوي دي. په یوه ثانیه کې دیارلس سوه زره (۱۳۰۰۰۰۰) یعنې دیارلس لکه عکسونه اخلي، نه یې رنګ ختمېږي او نه یې کمره خرابیږي. کله چې عکس واخلي او دماغ ته یې وسپاري؛ نو شل یا دیرش کاله وروسته چې له هغه شي سره مخامخ شې، په څو ثانیو کې یې عکس راوباسي.

ای مسلمانه وروره او خورې!
خبردار اوسه! اللهﷻ د قیامت په ورځ د خپل هر نعمت پوښتنه کوي.
اللهﷻ به ددې پوښتنه هم وکړي چې، تاته مې سترګې درکړې وې، څنکه دې استعمال کړې؟

لکه څنګه چې اللهﷻ د قرآن کریم د (سُوۡرَةُ التكاثُر) په اتم (۸) نمبر آیت کې فرمایلي دي:

(ثُمَّ لَتُسْـَٔلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ)

ژباړه: بيا به هرو مرو په هغه ورځ تاسې څخه د دې نعمتونو په باب پوښتنې وشي.©️


No comments:

Post a Comment