Monday, September 9, 2019

کفار سره دوستی مو کوی

د اسلام او مسلمانانو پر خلاف د کفارو ملګرتيا او دوستي کول د دنيا او آخرت ذلت او سختې خطرناکې پايلې لري چې ځينې يې په لاندې ډول دي :

اول :

 څوک چې د اسلام او مسلمانانو پر خلاف د کفارو دوستي او ملګرتيا کوي ، الله تعالی له خپلې دوستۍ ايستلي دي ځکه دغه کسان د الله تعالی ، اسلام او مسلمانانو کلک دوښمنان دي هغوی هر وخت د اسلام او مسلمانانو د نابودۍ په فکر کې دي :

لا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ { [آل عمران:28]

ژباړه : (مؤمنان ) پرته له مؤمنانو څخه کافران ، دوستان او واکمنان نه نيسي او هر څوک چې دا (کار) وکړي نو د الله (له دوستۍ ) څخه (ورته ) څه نشته ( خپلې اړېکې يې له الله سره وشلولې ).

دوهم :

څوک چې د اسلام او مسلمانانو پر خلاف د اسلام دوښمنو حربي کفارو ملګرتيا کوي او ددې کار څخه توبه نه باسي نو د هغوی په ډله کې به وشميرل شي او الله تعالی داسې ظالمانو ته هدايت نه کوي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ { [المائدة:51]

ژباړه: ای مؤمنانو، يهوديان او نصرانيان دوستان مه نيسئ دوی په خپلو مينځو کې سره ملګري دي او که له تاسې څخه څوک هغوی خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي ،پدې کې شک نشته چې الله ظالمان له خپلې لارښوني بې برخې کړي دي .

نو دغه کار سخت خطرناک دی فوراً توبه کول پکار دي .

دريم :

 سراسر ذلت او رسوايي ده ، دا چې څوک عزت په طاغوت او کفر کې لټوي ، خپل عزت د کفر په بقا کې لټوي ، خپل عزت د کفر په اشغال او غلامۍ کې لټوي نو دا اصلاً عزت نه بلکي د ځان لپاره د ذلت او سترې رسوايي لټول دي :

الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ العِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا (النساء :۱۳۹).

ژباړه : هغه کسان چې پرته له مؤمنانو کافران په دوستۍ نيسي ، آيا له کافرانو سره عزت لټوئ ؟ نو بې شکه چې ټول عزت له الله سره دی .

څلورم :

 د کفر او طاغوت ملګرتيا په اصل کې د هغوی په ټولو جرمونو کې شرکت دی .

طبعي خبره ده چې کفار د اسلام په خاوره کې د شريعت پر ځان د خپلو افکارو او قوانينو تطبيق غواړي ، يعنې د اسلام له مينځه وړل غواړي ، د کفارو او کفري عقائدو عزت او قدرت او د مسلمانانو او اسلام ذلت او تسخيرول غواړي ، د فحشاء ، او هر ډول ناروا کارونو رواجول او په ځمکه کې فساد جوړول او د مسلمانانو ناحقه وژل تر سره کوي ، هر څوک چې د هغوی عملي ، فکري ، تبليغاتي او هر ډول او په هر شکل مرسته او ملګرتيا کوي نو د هغوی په ټولو جرمونو کې به ورسره شريک وي ، او دغه جرمونه چې تر هر وخت پورې دوام مومی دوی به پکې شريک وي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

« ومن دعا إلى ضلالة كان عليه من الإثم مثل آثام من تبعه» (بخاري و مسلم ) .

چا چې د ګمراهۍ طرف دعوت وکړ ده لره د ټولو هغو کسانو ګناه وي چا چې ده پيروي کړې وي .

«ومن سن في الإسلام سنة سيئة كان عليه وزرها ووزر من عمل بها بعده » (ترمذي ابن ماجه )

چا چې په اسلام کې ، په مسلمانانو کې د اسلام په خاوره کې د يوې ګناه او ګمراهۍ بنسټ کيښود نو ده لره به د هغه ګناه او همدانګه ټولو هغو کسانو ګناه (په غاړه ور اچول کيږي) چې عمل یې پرې کړی وي او د هغه څخه وروسته چې څومره دوام لري .

پنځم :

 د کفارو دوستي او ملګرتيا ډيره سسته او بې بنياده ده چې هيڅ بقا نلري .

مَثَلُ الذَّین اَتَّخذوا مِن دُونِ اللهِ اَولیاءَ کَمَثَلِ العَنکبُوتِ إتَّخَذَت بَیتاً و إنَّ اَوهَنَ البُیُوتِ لَبیتُ العَنکبُوتِ لوکانوا یَعلموُنَ (عنکبوت ۴۱ ) .

ژباړه : مثال د هغو کسانو چې د الله تعالی بغير يې نور خپل ملګري نيولي په مثال د هغه کور دی چې غنې جوړ کړی ( له تارونو خپلو ) او يقيناً د کورو ډير ضعيف کور د غڼې کور دی کچېرې دوی پوهيدلی .

شرحه : په کورو کې ضعيف کور د غڼې کور دی چې په کمه ډکه ړنګيږي د طاغوت ، شيطان او کفارو دوستي هم همداسې ده چې هيڅ بقا نه لری .

او تر هغه پورې به در څخه راضي نشي څوک يې چې مکمل کفر ونه منئ .

وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ (البقره :۱۲۰).

ژباړه : او له تا نه خو به هیڅكله نه یهودیان راضي شی، او نه نصرانیان، تر دې چې ته د دوى د دین پیروي وكړې.

پس ددې کار څخه فوراً توبه کول پکار دي داسې نه چې په همدې حالت کې مرګ درته راشي ، ګورئ د دنيا دوې ورځې ژوند دی که ښه وي او که بد تيريږي خو د آخرت ژوند پای نلري 

No comments:

Post a Comment