Wednesday, February 20, 2019

د تهجد مونح

د تهجد لمونځ طریقه او فضیلت!

د تهجد معنا (خوب ماتول او پاڅېدل).
د فرضي لمانځه وروسته تر ټولو غوره لمونځ، د شپې د [#تهجد] لمونځ دی.
په حديث شريف کې راغلي دي:
رسول اللهﷺ فرمایلي:
د شپې په ورستۍ برخه کې اللهﷻ د ځمکې آسمان ته راځي او وايي:
-شته څوک ما ته فرياد او آواز کونکی چې، ما ته آواز وکړي او زه يې فرياد واورم، له ما څخه څه وغواړي چې، زه يې ورکړم، له ما څخه د خپلو ګناهونو بخښنه وغواړي چې، زه ورته بخښنه وکړم.
(رواه بخاری)
حضرت ابو امامه"رض" روايت كوي چې، رسول اللهﷺ وفرمايل:
-تاسې ته ښايې چې په شپه كې خپل رب ته ودريږئ؛ ځكه چې ستاسو نه د وړاندې تيرو شويو نيكو وګړو هم عادت همدا وو، دا ستاسو رب ته تاسو نيږدې كوي، ګناهونه مو له منځه وړي او ترې مو ساتي.
(رواه ترمذى)
د تهجد د لمانځه وخت د ماسختن له لمانځه څخه وروسته تر ریښتيني سبا پورې کيږي؛ خو غوره وخت يې د شپې آخره برخه ده.
د تهجد د لمونځ تر ټولو كم مقدار دوه۲ متوسط يې څلور۴ او زيات يې اته۸ يا دولس۱۲ ركعتونه دي.

یا اللهﷻ!
هر هغه څوک چې مونږ سره ددې معلوماتو په شریکولو کې مرسته کوي، ته یې د دوزخ له سختو عذابونو څخه وساتې!
ا
شیر کول صدقه جاریه ده

Wednesday, January 30, 2019

د پیغمبر ص 100 خویونه

زموږ د خوږ پیغمبر حضرت محمد (ص) (۱۰۰) خویونه!

۱ - پر لار باندي يې په ارامي او عزت تګ کاوه.
۲ - د تګ په وخت کي يې قدمونه پر مځکه نه کشول.
۳ -نظر يې کښته اچاوه او مځکي ته يې کتل .
۴ - ﻫﺮ څوک چه به يې ليده سلام به يې وراچاوه او چا دده تر مخه سلام ندى وراچولى.
۵ -کله چه به يې چاته لاس په لاس کي ورکړى ژر به يې د هغه لاس نه خوشي کاوه.
۶ -د خلګو سره يې داسي ژوند کاوه چه هرچا به فکر کاوه چه د هغه حضرت هغه نژدي کس دى .
۷ - ﻫيچاته به يې د سترګو تر بيخو نه کتل او مخامخ به يې ورته کتل.
۸ - هيچاته به يې برګ برګ نه کتل .
۹ -چه کله به يې اشاره کوله په لاس به يې اشاره کوله نه په وريځو او سترګو .
۱۰- اوږده مهال يې پټه خوله (ﺳﮑﻮت) درلود د اړتيا پرته يې خبره نه کوله.
۱۱- ﻫﺮکله چه به يې د چا سره خبري کولي د هغه خبرو ته يې ډير غوږ نيوى
۱۲- د هر چا سره چه به يې خبري کولي په بشپړ ډول به يې سينه ورګرځوله او مخامخ به ورته کښينستى.
۱۳-د هر چا سره چه به کښينستى تر څو چه هغه به د ولاړيدو اراده نه وه کړي هغه ﺣﻀﺮﺕ نه ولاړيدى.
۱۴- د خداى ج د يادولو پرته نه په مجلس کي کښينستلى او نه ځيني ولاړ سوى دى .
۱۵- مجلس ته د داخليدو په وخت کي د مجلس په ﺁﺧﺮ او دروازى ته نژدي کښينستى نه د مجلس په منځ کي .
۱۶- په ﻣﺠﻠﺲ کي به يې ځانته ځاى نه ځانګړى کاوه او منعه يې ځينى کوله .
۱۷- هيڅکله يې د خلګو په حضور کي ﺗﮑﻴﻪ نه کوله.
۱۸- ﺍﮐﺜﺮه ناستي يي مخ پر قبله وي.
۱۹- که به دده په مخکي دده ناخوښه کار پيښ سو ده به ﻧﺎﺩﻳﺪﻩ نيوى .
۲۰- که به د چا څخه ﺧﻄﺎ ﺻﺎﺩﺭه سوه هغه يې نه نقلوله .
۲۱- د چا څخه يې په خبرو کي غچ نه اخيستى .
۲۲- هيڅکله يې د چا سره جنګ او جګړي نه کولي .
۲۳- هيڅکله ېي د چا خبري نه پريکولي ﻣﮕﺮ که يې ﻟﻐﻮ اﻭ ﺑﺎﻃﻞ حرف نه واى ويلي.
۲۴- د سوال ځواب يې څو ځله تکرار کوى ترڅو په جواب کي يې اوريدونکى شکمن نسي.
۲۵- کله چه به يې د چا څخه ﻧﺎﺻﻮﺍبي خبري اوريدي نه يې ورته ويل چه « ولي پلاني داسي ويل » ﺑﻠﮑﻪ فرمايل يي چه « په ﺑﻌﻀﻲ خلګو څه کيږي چه داسي وايي؟ »
۲۶- د غريبانو سره يې زياته ناسته او ولاړه درلوده او ډوډۍ بٙه يې هم ورسره خوړله.
۲۷- د ﺑﻨﺪﮔﺎنو اﻭ ﻏﻼﻣﺎنو بلنه يې هم منله.
۲۸- ﻫﺪﻳﻪ يې ﻗﺒﻮلوله که څه هم به د شيدو يو جام وو.
۲۹- تر هر څه زياته يې وصيله رحمي پر ځاى کوله .
۳۰-د خپلوانو سره يې نيکي کوله بيله دي چه پر نورو بهتري ورکړي .
۳۱- ښه کار ته يې ﺗﺤﺴﻴﻦ اﻭ ﺗﺸﻮﻳﻖ فرمايل او بد کار به يي غندى او نهي کاوه به يي.
۳۲- هغه څه چه د خلګو د ﺩﻳﻦ اﻭ ﺩﻧﻴﺎ د اصلاح موجب کيدل دوى ته به يې وفرمايل : کوم څه چه حاضران يې له ما اوري غايبانو ته يې هم وروسوئ.
۳۳- ﻫﺮچا چه به ﻋﺬﺭ راوړى دهغه عذر يې قبولاوه .
۳۴- هيڅوک يي سپک نه ګاڼه .
۳۵- هيڅکله يې چاته ښکنځل ندي کړي او چاته يې په بدو نومونو نه ويل .
۳۶- هيڅوک يې د خپلو ﺍﻃﺮﺍﻓﻴﺎنو اﻭپه ده پورې د تړلي کسان يې نفرتي نه کړل.
۳۷- هيڅکله يې د چا عيبونه نه پلټل .
۳۸- دخلګو د شر څخه يي پرهيز کاوه د دوى څخه نه ګوښه کيدى او د ټولو سره ﺧﻮﺷﺨﻮى وو .
۳۹- هيڅکله يې د خلګو بد نه ويل او د هغوى زيات صفت يې هم نه کاوه .
۴۰- د نورو پر ګستاخي يې ﺻﺒﺮ کاوه او د ﺑﺪۍ جزا يې په ﻧﻴﮑﻲ سره ورکوله .
۴۱- د ناروغانو ﻋﻴﺎﺩﺕ يې کاوه که څه هم به د مديني شريفي په ليري نقطه کي وو.
۴۲- د خپلو ﺍﺻﺤﺎبانو خبر يې اخيستى او ددوى د حالاتو پوښتنه يې کوله.
۴۳- ﺍﺻﺤﺎبانو ته به يي په ښو نومونو ور ږغ کاوه.
۴۴-د ﺍﺻﺤﺎبانو سره به يې په ﮐﺎرونو کي ډيري مشوري کولي او پر هغه به يې ټينګار کاوه.
۴۵- ﺩ يارانو په منځ کي به کښينستى که به کومه ستونځه راتله چا نسواى کولاى چه ددوى په منځ کي پيغمبر وپيژني .
۴۶- د خپلو ﻳﺎﺭﺍنو په منځ کي به يي ﺍﻧﺲ اﻭ ﺍﻟﻔﺖ راوستى.
۴۷- وعدي او تړون ته ﻭﻓﺎﺩﺍﺭﺗﺮﻳﻦ انسان وو.
۴۸- کله چه به يې ﻓﻘﻴﺮ ته کوم شي بخښي پخپل لاس يې ورکاوه او چاته يې نه حواله کاوه .
۴۹- که به پر لمانځه وو او دده مخي ته څوک راغلى واى لمونځ يې لنډ وايه
۵۰- که به پر لمانځه وو او ماشوم به ژړل لمونځ يي لنډ وايه .
۵۱- پر د هغه کسان زيات ګران وو چه خير يې نورو ته زيات رسيدى
۵۲- هيڅوک دده د ﻣﺤﻀﺮ څخه ﻧﺎ ﺍﻣﻴﺪ نه وو او فرمايل به يي « د هغو کسانو حاجتونه راوروسئ څوک چه يي تر ما نسي رارسولاى . »
۵۳- ﻫﺮکله چه به چا دده څخه د حاجت خواست کاوه که سم وو روا يې باله او که نه وو په ښو خبرو يې راضي کاوه.
۵۴- د هيچا درخواست يې نه رداوه ﻣﮕﺮ که به په ﻣﻌﺼﻴﺖ کښي وو .
۵۵- دسپين ږيرو يي زيات عزت کاوه او پر کشرانو ډير ﻣﻬﺮﺑﺎﻥ وو .
۵۶- د ﻏﺮﻳﺒﺎنو يي زيات ﻣﺮﺍﻋﺎﺕ کاوه .
۵۷-د شرخوښو زړونه يې په ﻧﻴﮑﻲ باندي ترلاسه کول او ﻣﺠﺬﻭبول يي.
۵۸- په ښکاره به ﻣﺘﺒﺴﻢ (پر شونډو خندان) وو او په ﻋﻴﻦﺣﺎﻝ کي يې په زړه کي د الله ج څخه بيره ﺯﻳﺎته وه .
۵۹- کله چه به خوشحال وو سترګي يې يوه پر بله ايښودي او د خوشحالۍ ﺍﻇﻬﺎﺭ يي کاوه
۶۰- دده ﺍﮐﺜﺮه ﺧﻨﺪا د ﺗﺒﺴﻢ ﻭه خندا يې ږغ نه درلودي.
۶۱- کله کله به يې ﻣﺰﺍﺡ کوله اما د مزاح او خندا په ﺑﻬﺎﻧﻪ يي نامناسب اﻭ ﺑﺎﻃﻞ حروف نه ويل.
۶۲-ﺑﺪ نوم ته يي ﺗﻐﻴﻴﺮ ورکاوه او د هغه پر ځاى يي ښه نوم کاراوه .
۶۳-ﺑﺮﺩﺑﺎﺭﻱ او سړه سينه يي هم مهاله پر خښم وړانديوالى کاوه .
۶۴- د شتمنۍ د هلاکت پر وخت خښم نه ورتلى او نه هم ناارامه کيدى .
۶۵- د خداى ج لپاره دومره په قهر کيدى چه بل چا به نه پيژندى.
۶۶- هيڅکله يې د ځان غچ نه اخيستى ﻣﮕﺮ بغير له هغو چه د ﺣﻖ حريم يې ماتوى.
۶۷- د محمد ص په وړاندي تر ټولو ﻣﻨﻔﻮﺭﺗﺮين خوى درواغ ويل وو.
۶۸- د خوشحالۍ او خفګان پر مهال يې د حق د يادولو پرته بل څه پر ژبه جاري نه وو .
۶۹- هيڅکله يې پيسي نه ذخيره کولي .
۷۰- په ﺧﻮﺭﺍﮎ اﻭ ﭘﻮښاﮎ کي تر خپلو خدمت ګارانو زيات شى نه درلودي .
۷۱-پر خاورو کښينستي او ډوډۍ يې هم ورباندي خوړله مګر پاکي يې تر هر څه خوښيده.
۷۲- پر مځکه بيديدى .
۷۳- بوټونه او کالي يې خپله اغوستل .
۷۴- پخپلو لاسونو يي شيدي څښلى او د اوښ پښي يې پخپله تړلي.
۷۵- ﻫﺮ ﻣﺮکب چه به ورته ﻣﻬﻴﺎ وو ورباندي سپريدى او فرق نه ورکاوه.
۷۶-ﻫﺮځاى ته چه به تلى هغه خپله عبا (چپني ته ورته جامه ده ) يي همواروله او ګټه يې ځيني اخستله .
۷۷- دده ﺣﻀﺮﺕ اکثره جامي سپيني وي.
۷۸- چه نوى جامه به جوړه کړه مخکنۍ يې ﻓﻘﻴﺮ ته بخښله.
۷۹- ﻓﺎﺧﺮﻱ ډوله جامه يي د جمعي د ورځي وه.
۸۰- د بوټونو او کاليو د داغوستلو پر مهال يې له ښي خوا پيل کاوه.
۸۱- ببر او خيرن ويښتان يې ﮐﺮﺍﻫﺖ ګڼل.
۸۲-ﻫﻤﻴﺸﻪ به ﺧﻮﺷﺒﻮ وو او زيات ﻣﺨﺎﺭﺝ يې د عطرونو پر رانيولو وو .
۸۳-ﻫﻤﻴﺸﻪ به يې اودس درلودى او د اوداسه پر مهال يي مسواک واهه .
۸۴- لمونځ لکه دده د سترګو نور وو ارامي او استراحت يې په لمانځه کي موندل .
۸۵- د هري مياشتي پر ديارلسم ، څوارلسم او پنځلسمه ورځ يې روژه نيوله .
۸۶- هيڅکله يې کوم نعمت پوري نه خندل .
۸۷- د الله تعالى لږ ﻧﻌﻤﺖ يې ډير باله .
۸۸- هيڅکله يې غذا نه ﺗﻌﺮيفوله او نه يې بد پسي ويل .
۸۹-د ﻏﺬﺍ پر موقع چه به هر څه ﺣﺎﺿﺮ وو ﻣﻴﻞ يي ورته ښکاره کاوه .
۹۰- ﺩ سترخان پر سر يې له خپلي خوا غذا نورو ته وراړوله .
۹۱-د ﻏﺬﺍ پر مهال تر ټولو ژر ﺣﺎﺿﺮيدى او تر ټولو وروسته ځيني ولاړيدى.
۹۲- چه وږى به نه وو د ډوډۍ ميل يې نه کاوه او تر مړيدو وړاندي يې د ډوډۍ څخه انصراف کاوه يعنى پر ماړه نس يې ډوډۍ نه خوړله .
۹۳- ﻣﻌﺪي يې هيڅکله دوي غذاوي هم مهاله جمع نکړي .
۹۴- په ﻏﺬﺍ کي يې هيڅکله ټيغ (آروغ) ندى ايستلى .
۹۵-تر خپله وسه يې يواځي ډوډۍ نه خوړله .
۹۶-تر ډوډۍ خوړولو وروسته يې لاسونه پريمينځل او پر خپل مخ يې کشول .
۹۷- د اوبو څښلو پر مهال يې دري ساه وي (اېندي) نيولي په اول کي يې ﺑﺴﻢ ﺍﻟﻠﻪ اﻭ په ﺁﺧﺮ کي يې ﺍﻟﺤﻤﺪﻟﻠﻪ ويله .
۹۸- تر هر ډول مستورو او حياداره پيغلو ﺣﻴﺎناک وو.
۹۹- کله چه به کورته داخيلدى دري واره يې اجازه غوښته .
۱۰۰- د کور داخل وختونه يي پر دري برخو ويشلي وو : يوه برخه د الله ج دپاره ، بله برخه د کورنۍ او دريمه برخه يې د ځان او خلګو دپاره وه.

معلومات درباره آب زمزم

د زمزم اوبه!

د زمزم اوبو کویی د ځمکی څخه 10.6 فیټه کوز دی، په یوه ثانیه کښی 8،000 لیټره اوبه پمپ کوی چه په یوه دقه کښی 480،000 لیتره او په یو ساعت کښی 28.8 ملیونه لیتره او په 24 ساعته کښی 691.2 ملیونه لیتره اوبه پمپ کوی.

مگر جالبه دا ده چه صرف په 11 دقیقو کښی دهغه کویی بیرته دی 24 ساعتو کمښت پوره کوی.

یاده دی وی چه دا کویی د حضرت اسماعیل (علیه سلام) د وخت څخه فعاله دی.

پدی کویی کښی دوه معجزی دی چه یوه یی د اوبو د کمښت ژر تر ژره پوره کول او دوهم ددی کویی څخه هیڅ اوبه نه ضایع کیږی یا نه تویږی.

د زمزم اوبه نه تنها د انسان تنده رفع کوی بلکه انسان موړ هم ساتی، که یو انسان تر ډیر وخته پوری خواړه هم وو نلری نو کولی شی چه یوازی د زمزم د اوبو پر څکلو د ولگی او تندی څخه ځان وژغوری.

د زمزم اوبه د لابراتوری معایناتو په ډاگه کړی چه دا اوبه د عامو اوبو په توپیر زیاد Calcium, Magnisium او Fluirude لری.

یو جاپانی څیړونکی چه Masaru Emoto نومیږی د ډیر استعداد خاوند دی د زمزم اوبو په باره کی یی لاندی څیړنی تر سره کری.

1 - د زمزم کیفیت او خالصوالی د نړی په نورو اوبو کی نشی پیدا کیدلی.

2 - هغه په یوی نوی تکنالوجی چه NANO نومیگی خپلی سیرنی تر سره کری او دا یی سابته کره که چیری د زمزم اوبو یوه قطره په 1000 لیتره عامو اوبو په کی واچول شی نو عام اوبه به د زمزم کیفیت خپل کری.

3 - د زمزم یوه قطره اوبو "منرال" خپل خاص کیفیت لری چه په نړی کښی بی ساری ده.

4 - پس له څو مخلتفو څیړنو څخه هغه وایی چه د زمزم اوبو کیفیت او ذایقه نشی بدلیدلی، ولی ؟ ننی ساینس پدی اړه بی جوابه دی، د زمزم اوبه په هر حالت کښی شفافه وی.

5 - دا ساینس پوه په خپلو څیړنو دا هم سابته کړی چه مسلمانان د څکاک و خوراک تر مخه "بسم الله" وایی چه د "بسم الله" تر ویلو وروسته د عامو اوبو په کیفیت کښی هم خورا ډیر بدلون راځی او د اوبو کیفیت خورا زیاد لوړ کیږی.

6 - هغه په خپلو څیړنو کښی دا هم سابتوی چه که چیری په عامو اوبو باندی "قرآن" وویل شی او چوف شی نو کولی شی چه د ډیرو مرضونو د مخنیوی لپاره استفاده شی.

Good saying of our prophet ص

د یوه صحـابي ځینې پوښتنې سـتر پیغمـبر ﷺ څنګه ځواب کـړې؟؟؟

۱- اې پيغمبره ﷺ! په کوم شي ګناه بخښل کيږي؟
رسوالله ﷺ:په اوښکو، عاجزۍ او ناروغۍ سره.

۲- زه غواړم چې ستر عالم شم، څه وکړم؟
رسوالله ﷺ:تقوی' غوره کړه، عالم انسان به شې.

۳- غواړم چې شتمن شم، څه وکړم؟
رسوالله ﷺ:قناعت کوه، مالدار به شې.

۴- غواړم چې یو نېک انسان اوسم؟
رسوالله ﷺ:خلکو ته ګټه رسوه.

۵- غواړم چې عادل انسان شم؟
رسوالله ﷺ:کوم څه چې ځانته خوښوې، هغه نورو ته هم خوښوه.

۶- غواړم چې د اللهﷻ په دربار کې ځانګړی مقام ولرم؟
رسوالله ﷺ:ډېر ذکر کوه.

۷- غواړمه احسان کوونکی واوسم؟
رسوالله ﷺ:اللهﷻ ته داسې عبادت کوه، ګويا ته هغه وينې يا داسې چې هغه تا ويني.

۸- غواړم چې ايمان مې پوره اوسي، څه باید وکړم؟
رسوالله ﷺ:ښه اخلاق ولره.

۹- غواړم چې د اللهﷻ تابع داره انسان شم؟
رسوالله ﷺ:فرايض په کلکه سره ونيسه(مه يې قضا کوه).

۱۰- غواړم چې په قيامت کې په نور(رڼا) سره پاڅېږم؟
رسوالله ﷺ:پر خلکو له ظلمه ځان وساته.

۱۱- غواړم چې اللهﷻ په ما رحم وکړي؟
رسوالله ﷺ:ته پر نورو خلکو رحم کوه.

۱۲- په ګناهونو کې کمی غواړم؟
رسوالله ﷺ:په کثرت سره اِستغفار کوه.

۱۳- غواړم چې د ښه عزت څښتن شم؟
رسوالله ﷺ:خلکو ته لاس نیول پرېږده(سوال، خیرات، او طامع مه کېږه).

۱۴- څنګه مې روزي پراخه کړم؟
رسوالله ﷺ:تل په اوداسه ګرځه.

۱۵- کوم شی د دوزخ اور سړوي؟
رسوالله ﷺ:روژه نيول.

۱۶- کوم څيز د الله ﷻ غصه کموي؟
رسوالله ﷺ:په پټه صدقه او صله رحمي.

۱۷- تر ټولو غټ بد کار کوم دی؟
رسوالله ﷺ:ناسمه رویه او بد اخلاقي.

۱۸- تر ټولو ستره نیکي څه ده؟
رسوالله ﷺ:نېک اخلاق، عاجزي، په غم صبر او رضا بالقضی'.

۱۹- غواړم چې زما ستر او پرده وشي؟
رسوالله ﷺ:ته د نورو خلکو پرده کوه.

۲۰- له رسوايي او شرمندګۍ څخه خلاصېدل غواړم؟
رسوالله ﷺ: له زنا څخه ځان ساته.

۲۱- څه وکړم چې دعاوې مې قبولې شي؟
رسوالله ﷺ: حرام مه خوره.

۲۲- د الله ﷻ له قهر څخه د ځان ساتل غواړم؟
رسوالله ﷺ:په خلکو باندې غصه مه کوه.

۲۳- غواړم چې په الله ﷻ او رسول الله ﷺ یې ګران شم؟
رسوالله ﷺ:کوم څه چې الله ﷻ او پيغمبر ﷺ ته یې ګران دي، هغه خپل محبوب جوړ کړه.

۲۴- غواړم چې د قیامت پر ورځ الله ﷻ ته پاکيزه ور مخکې شم؟
رسوالله ﷺ: له جنابت وروسته سم دستي غُسل کوه.

Saturday, January 26, 2019

د گناهونو زیانونه

د ګناه زیانونه :

1- هغه ګناه چى دچا عمر ڪموى، له خپلى ميرمنى سره بده رويه ده.
2 - په ڪومه ګناه چى په انسان لعنت ويل ڪيږى، دروغ ویل دى.
3- له ڪومى ګناه چى رزق بنديږى، زنا ڪول دی.
4- په ڪومه ګناه چي څوڪ بدناميږى ،هغه نشه ده.
5- ڪومه ګناه چى ټول انسانيت تبا ڪوى ، قتل ده.
6- له ڪومه ګناه  چي نعمتونه ڪميږى، غرور او تڪبر ده.
7- ګناه په ريښتينى توبه ڪولو سره بخل ڪيږى.

الله جل جلا له دى موږ له داسى ګناه څخه وساتى امين ثم امين

الله ج دیر مهربان ذات دی

د اللهﷻ مهرباني!

حضرت عبد الله بن عمر رضی الله عنهما فرمايي چې، یو ځل مونږ د پیغمبر علیه السلام سره په غزا کې شریک وو؛ نو مونږ په یوه قوم باندې تېرېدو، هغوی پوښننه وکړه چې، تاسو څوک ياست؟
صحابه کرامو رضي الله عنهم ـ ورته وفرمایل چې، مونږ مسلمانان يو.

په دې قوم کې یوه ښځه وه چې، یو کوچنی بچی یې په غېږ کې وه، هغې په یوه کټو (لوښي) پسې اور بلولو چې، کله به د اور لمبې پورته شوې؛ نو دې (ښځې) به دا خپل بچی ددې اور له لمبې څخه بل طرف ته کړ، (د دې لپاره چې د اور ګرمايش ورباندې ونه لګېږي).

کله چې دې ښځې ته معلومات وشول چې، دلته نبی کریم ﷺ راغلی دی؛ نو راغله او له نبی کریم ﷺ څخه يې پوښتنه وکړه چې، ته د اللهﷻ رسول يې؟

نبی کریم ﷺ ځواب ورکړ چې، هـو.

هغې بیا پوښتنه وکړه چې، زما مور او پلار دې له تا قربان وي، آیا اللهﷻ ډیر رحم کوونکی ذات دی؟

رسول اللهﷺ ځواب ورکړ چې هو، اللهﷻ ډېر رحم کوونکی دی.

هغې بیا پوښتنه وکړه چې، آیا اللهﷻ په خپلو بندګانو باندې له مور څخه زیات مهربان دی؟

نبی کریم ﷺ ځواب ورکړ چې هـو، اللهﷻ په خپلو بندګانو باندې له مور څخه زیات مهربانه دی.

هغې بیا پوښتنه وکړه چې، مور خو خپل بچی په اور کې نه اچوي؟ (یعنې اللهﷻ څنګه خپل بنده ګان په جهنم کې اچوي؟).

نبي کریم ﷺ په ژړا شو، بیا يې خپل سر راپورته کړ او ويې فرمایل:
-«إِنَّ اللَّهَ تَعَالَى لَا يُعَذِّبَ مِنْ عِبَادِهِ إِلا الْمَارِدَ الْمُتَمَرِّد»

ژباړه:
بې شکه اللهﷻ په خپلو بندګانو کې هيچا ته (دائـمي) عذاب نه ورکوي، مګر هغه چاته چې ډېر زیات سرکشه وي، په ګناهونو زړاور وي.

(رواه ابن ماجه/مشکوة).

یعنې هغو بنده ته به دائمي عذاب ورکول کېږي چې، زیات سرکشه وي او په ګناهونو زړاور وي، هېڅ پروا يې نه لري.


Monday, January 14, 2019

fourty sin of mouth

چهل گناه از گناه هان زبان:

۱-دروغ گفتن
۲-غیبت کردن
۳-وعده دروغ
۴-مزاح زیاد
۵-بدخلقی
۶-دلشکستن
۷-آبروریختن
۸-تهمت زدن
۹-طعنه دادن
۱۰-حکم ناحق دادن
۱۱-سرزنشبیجا کردن
۱۲-مسخره کردن
۱۳-ناامیدکردن
۱۴-ریا در گفتار
۱۵-امر به منکر
۱۶-نهی ازمعروف
۱۷-زخم زبان زدن
۱۸-شهادت دروغ
۱۹-کبر درگفتار
۲۰-شاعه پراکنده
۲۱-رنجاندن مومن
۲۲-بدعت دردین
۲۳-فحش وناسزاگفتن
۲۴-خشونت درگفتار
۲۵-سخن چینی کردن
۲۶-به نام بدصداکردن
۲۷-شوخی بانامحرم
۲۸-تملق وچاپلوسی
۲۹-فریاد زدن بیجا
۳۰-لعنت کردن مردم
۳۱-اظهار حسدوبخل
۳۲-بامکروحیله سخن گفتن
۳۳-فاشکردن اسرار مردم
۳۴-خبرراندانستن گفتن
۳۵-عیب جوی از دیگران
۳۶-تصدیق کفر وشرک
۳۷-بدنامی هنگام معاشرت
۳۸-تقلیدصدای کسی راکردن
۳۹-قسم خوردن
۴۰-حسادت کردن

لطفأ شیر کنید