Monday, December 31, 2018

story from hazrat yousuf

وايي يوسف عليه سلام چې د قحطي پر مهال غنم ويشل ، يو ماشوم دري واري راغی او غنم يې يوړل ، اخر يوسف عليه سلام مجبور شو ماشوم ته يې وويل: اې ماشومه !
خلکو ته يو ځل غنم نه رسېږي ستا دا څووم ځل دی چې غنم وړې نور يې بس که ، ډير اړ خلک پاتی دي.
ماشوم جواب ورکړ ، يوسفه  ؟ که دي وپيژندم نو څه چې وايم هغه به منې او څه چې غواړم هغه به راکوي.
يوسف عليه سلام ورته وويل ته څوک يې؟ ماشوم جواب ورکړی ! زه هغه ماشوم يم چې د زليخا په تور کي مي ستا د پاکي شاهدي در باندې وويله .
يوسف عليه سلام ماشوم غيږ ته نېږدې کړ او  بيا يې امر وکړ چې دغې ماشوم ته خزانې خلاصي کړی څه چې وړای شي مه يې ورڅخه ستنوئ.
په دې وخت کې الله ﷻ ورته وحي وکړه !
ويې ويل ای يوسفه ته يو بنده يې يو چا ستا پاکي بيان کړه ټولي خزانې دي ورته خلاصي کړې ، نو څوک چې زما پاکي ياده کړي ، ذکر مي وکړي ، نو څه به ور سره کوم ؟
فکر وکړئ ، چېري د يوسف خزانې او چېري د الله ﷻ خزانې !
چېرته د يوسف ورکړه چېرته د الله ﷻ ورکړه ! راځئ چې الله ﷻ تل ياد وساتو او پاکي يې بيان کړو!!!شيرکول يې صدقه جاريه ده!

ten advantages of prayer

اسلامی معلومات

هغه لس شيان چې پر ښځو حرام دي

۱-د خپلو خاوندانو نافرماني:

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: صدقه ورکړئ، ځکه چې د دوزخ ډیری خلک مې تاسو ښځې ولېدئ هغوی (ښځو) پوښتنه وکړه ولې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تاسو د میړونو څخه نافرمانۍ کوئ (بخاري)

۲- یواځې والی د نا محرم سره:

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: هیڅ سړی دې د یوې (نامحرمه) ښځې سره یواځې نه کېني، او هیڅ یوه ښځه دې بې له محرم څخه سفر نه کوي (بخاري)

۳- دهمبسترۍ رازونه ښکاره کول:

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: د قیامت په ورځ د الله (ج) په وړاندې د ارزښت له مخې تر ټولو بد (ناوړه) سړی او ښځه هغه دي چې په خپلو کې سره یو ځای کېږي(همبستري کوي) او بیا د خپلې همبسترۍ یو ځای کېدنې رازونه افشاء (ښکاره) کوي.

۴- د نامحرمه سړیو سره کیناستل

(که څه هم خپل لیور وي) رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د ښځو څنګ ته د تللو څخه ځانونه وژغورئ، د انصارو څخه یو تن پوښتنه وکړه، د مېړه د خپلوانو په اړه څه وایې؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د مېړه خپلوان مرګ دی (بخاري)

۵- خپل خاوند ته د پردو ښځو بیان کول:

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې هیڅ یوه ښځه دې د بلې ښځې بدن ته په داسې ډول نه ګوري چې وروسته یې بیا خپل مېړه ته داسې بیان کړي لکه چې هغه یې ګوري( بخاري)

۶- سړو ته په شهوت کتل:

الله پاک فرمایې (وقل للمؤمنات یغضضن من ابصارهن یحفظوا فروجهن) دالنور سورة ۳ الایة

ژباړه:

ووایه مؤمنو ښځو ته چې د خپلو سترګو حفاظت وکړي (د حرامو څخه) او وساتي شرمګاهونه خپل (د نارواوو څخه)

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: سترګې زنا کوي، او د سترګو زنا ناروا نظر او کتل دي (مسلم)

۷- سړو ته لاس ورکول:

الله پاک فرمایې: او اذا سألتموهن متاعاً فاسألو هن من وراء حجاب (الاحزاب ۵۳ آیة)

ژباړه: او کله چې تاسو له دوی (د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بیبیانو) څخه د ضرورت څه غواړئ نو د پردې تر شا یې وغواړئ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې(زه ښځو ته لاس نه ورکوم) الترمذي.

۸- د کور څخه د وتلو په مهال د عطرو( خوشبوي) استعمالول:

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: کله چې ستاسو( ښځو) څخه یو څوک مسجد ته ځي نو پر ځان دې خوشبويي (عطر) نه لګوي [مسلم]

۹- د مېړه څخه د طلاق غوښتنه:

(بې له کوم شرعي عذر اودلیل څخه) رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: هر هغه ښځه چې بې له کوم شرعي عذر څخه له خپل مېړه څخه طلاق وغواړي نو جنت پرې حرام دی ( ابوداؤد، الترمذي)

۱۰- د خاوند په شتون کې د هغه د اجازې پرته کور ته څوک داخلولو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: ښځې ته روا نه دي چې مېړه یې په کور کې وي او پرته د هغه له اجازې څوک کور ته را ننباسي( بخاري، مسلم)

Friday, December 21, 2018

names of allah ج with meaning

اسامی نام های الله متعال

1  الرحمن   :  بخشاینده 
2  الرحيم   :  مهربان 
3  الملك     :  پادشاه
4  القدوس :  مقدس 
5  السلام    :  درود 
6  المؤمن   : اطمینان دهنده 
7  المهيمن  : نگهدارنده 
8  العزيز     :  باشکوه 
9  الجبار     :  توانگر 
10  المتكبر    :   بسیار بزرگ 
11  الخالق     :  آفریننده 
12  البارئ      :  درست 
13  المصور    :  نگارگر ، صورتگر 
14  الغفار      :  همیشه بخشاینده 
15  القهار      : فروکاهنده 
16  الوهاب   : نیک بخشاینده 
17  الرزاق    : همیشه روزی دهنده 
18  الفتاح    : گشاینده (پیروزکننده) 
19  العليم    :  داناترین 
20  القابض  :   میراننده 
21  الباسط  :  گستراننده ، فراخ کننده روزی 
22  الخافض :  پست کننده ، خوار کننده 
23  الرافع     :  (به سوی خود) بالا برنده 
24  المعز      :  عزیزکننده 
25  المذل     : خوارکننده 
26  السميع   :  شنواترین
27  البصير   :  بیناترین 
28  الحكم    :  دادگر 
29  العدل     :  بینهایت عادل 
30  اللطيف   :  آنکه بر بندگانش لطف دارد 
31  الخبير     :  آگاه‌ترین 
32  الحليم    :  بسیار بردبار 
33  العظيم   :  بی‌شکیبا
34 الغفور   :  بسیار بخشاینده
35  الشكور   :  بسیار سپاسگذار 
36  العلی     :  بلند مرتبه 
37  الكبير    :  بزرگ‌ترین 
38  الحفيظ :  نگهدارنده 
39  المقيت  :  خوراک دهنده 
40  الحسيب :  شمارنده
41  الجليل   :  بسیار گرانقدر 
42  الكريم   :  بسیار بخشنده 
43  الرقيب  :  نگهبان ، بیننده و آماده 
44  المجيب  :  پاسخگو 
45  الواسع    : گسترده ، پهناور 
46  الحكيم   :   فرزانه ، بسیار خردمند
47  الودود   :  دوست 
48  المجيد  :  بسیار لایق ستایش 
49  الباعث  : برانگیزنده مردگان 
50  الشهيد  :  بیننده 
51  الحق    :  راست ، درست 
52  الوكيل  :  کوکیل 
53  القوى   :  پرزور 
54  المتين  :  سخت (و نیز پاینده) 
55  الولى   :  دوست ، یار و نگهبان 
56  الحميد  :  ستوده 
57  المحصى :  شمارنده 
58  المبدئ   :  نخستین آفریننده 
59  المعيد  :   بازگرداننده ، دوباره زنده کننده
60  المحيى  :  زندگی بخش ، هستی بخش 
61  المميت :  میراننده ، نابود کننده 
62  الحي   :  زنده 
63  القيوم  :  قائم به ذات پاینده 
64  الواجد  :  یابنده 
65  الماجد  :  بزرگوار 
66 الواحد  :  یکتای بی‌همتا 
67  الاحد   :  یگانه (خدایی جز او نیست) 
68  الصمد  :  بی‌نیاز 
69  القادر  :  توانا 
70  المقتدر  :  تعیین کننده (قضا و قدر) فراتر 
71  المقدم  :  فراپیش کشنده 
72  المؤخر  :  فراپس دارنده 
73  الأول     :  نخستین ، اول پدیدارکننده وجود 
74  الأخر     :  واپسین ، آخر فناکننده موجود 
75  الظاهر    :  آشکار (پدیدار ، هویدا) 
76  الباطن     :  پنهان ، همه دربرگیرنده 
77  الوالی      :  کاردار 
78  المتعالی  :  خود ستوده 
79  البر        :   نیکوترین 
80  التواب    :   همیشه توبه پذیر 
81  المنتقم   :   دادستان 
82  العفو      :   درگذرنده ، ناپدیدکننده گناهان 
83  الرؤوف  :   بسیار دلسوز و مهربان
84  مالك الملك :   فرمانروای جهان 
85  ذوالجلال و الاکرام  :   دارای شکوه و بخشش 
86  المقسط  :  عادل 
87  الجامع  :   گردآورنده 
88  الغنى  :  توانگر 
89  المغنى  :   بی‌نیاز کننده ، بسنده 
90  المانع   :  بازدارنده 
91  الضار  :  آزار دهنده 
92  النافع  :  سودمند 
93  النور  :  روشنی 
94  الهادي  :  رهنما 
95  البديع  :   سنجش ناپذیر ، آفریننده 
96  الباقی  :   ماندگار و واگردان نشدنی 
97 الوارث  :  وارث
98 الرشيد  :   راهنما ، آموزگار و دانای بی‌خطا 
99  الصبور  :   شکیبا

Tuesday, December 11, 2018

د رسول الله ص اخیری وصیتونه

د رسول الله ﷺ  آخيري وصیتونه

دوستانو ضرور یی ولولۍ...

د رسول الله ﷺ دژوند دورستیو شپو او ورځو کیسه او وروستي وصیتونه دي خامخا به مو سترګي له اوښکو ډکې شي:
له حجة الوداع وروسته دا ایت را نازل شو (الیوم أکملت لکم دینکم وأتممت علیکم نعمتي ورضیت لکم الاسلام دینا ترجمه: نن مي تکمیل کړ تاسو ته دین خپل،او پر تاسو مي پوره کړل نعمتونه خپل، او خوښ مي کړ تاسو لره اسلام دین) ابوبکر صدیق رضی الله عنه چي دا ایت مبارک واوریدی نو بې درېغه یي وژړل، چا پوښتنه ورځني وکړه چي ابوبکره څه خبره ده چي ددې ایت په اوریدلو دي وژړل؛ دا خو هم لکه نور رانازل شوی ایتونه یو ایات ده؟!
ویل: ددې مطلب داده چي رسول الله ﷺ نور له موږ سره نه پاتي کیږي. رسول الله ﷺ چي کله بیرته راغی مدینې ته نهه ورځي وروسته دقرأن کریم وروستی ایات را نازل شو( واتقوا یوما ترجعون فیه الی الله ثم توفي کل نفس ما کسبت وهم لایظلمون ـ: وویریږئ له هغې ورځي چي راګرځئ دا) پر رسول الله ﷺ دناروغی نښې راڅرګندې شوې ویي فرمایل: غواړم د احد شهیدانو زیارت ته ولاړشم...د شهیدانو زیارت ته ورغی او دا دعا یی وویله:( السلام علیکم یاشهداء احد انتم السابقون وانا ان شاء الله بکم للاحقون، واني ان شاء الله بکم للاحق)
او له زیارته د راګرځیدو پر مهال رسول الله ﷺ وژړل...اصحابو پوښتنه وکړه چي: یا رسول الله څه خبره دي ژړوي؟
ویل یي: خپل وروڼه مي ویادیدل
اصحابو ورته وویل: ولي موږ دي وروڼه نه یو؟
ویل: نه؛ تاسو خو مي اصحاب یاست مګر وروڼه مي هغه خلګ دي چي تر ما وروسته به راځي، زه به یي نه یم لیدلی خو پر ما به یي ایمان راوړی وي...(یا الله ته موږ له هماغو کسانو څخه شمار کړې)
تر وفات درې ورځې مخکې چي کله د حضرت میمونې رضي الله عنها کره تشریف فرما وو د رسول الله ﷺ ناروغي زیاته شوه ،امر یي وکړ ترڅو ټولي بیبیاني ورته راټولي کړي چي کله ټولې بیبیاني مبارکاني راغلي نو نبي علیه سلام وفرمایل: تاسو اجازه راکوئ چي زه د عائشې رضی الله عنها په کور کي ارام وکړم(دځنکدن ناروغي تیره کړم)؟
ټولو وویل: بیخي مو اجازه ده دالله رسوله!
نو رسول الله ﷺ وغوښتل چي پاڅیږي خو ونه توانیدی په دې کي علي بن ابی طالب او فضل بن عباس رضی الله عنهما تکیه ورکړه او د عائشې رضی الله عنها حجرې ته یي انتقال کړ، اصحابو د لومړي ځل لپاره خوږ رسول الله ﷺ په داسي حال کي لیدی...ټولو اصحابو په وارخطایي دا پوښتنه یوبل ته تکراروله: په رسول الله ﷺ څه شوي دي؟
په رسول الله ﷺ څه شوي دي؟
خلګ ټول مسجد نبوي ته راټول شول، په مسجد کي دپښې ایښودلو ځای ودرید
ټول په مسجد نبوي کي راغونډ شول او ډیره زیاته ګڼه ګوڼه جوړه شوه،
پر رسول الله ﷺ ډیرې زیاتې خولې راماتي شوې، عائشة رضی الله عنها وایي: ما په ژوند کي دچا دومره خولې نه وې لیدلې دا وایي: ما به د رسول الله ﷺ په لاس مبارک دهغه دتندي خولې پاکولې ځکه دهغه لاس زما تر لاس ښه وو او وایي چي ما واوریدل چي رسول الله ﷺ دا کلمات ویل:(لا اله الا الله، ان للموت لسکرات-نشته لایق د عبادت مګر الله دي، په رښتیا چي مرګ دردناکه غوټې دې ) عائشه رض وایي: په مسجد کي په رسول صلی الله علیه وسلم دخپګان له کبله دخلګو نارې او اوازونه ډیر شول...نو رسول الله ﷺ وفرمایل: داڅه دي؟
دوی ورته ویل: دا خلګ دي په تا پسي خپه دي!
ویل: ورمي وړئ...غوښتل یي پاڅي خو بیرته را ړنګ شو او بیهوښه شو بیا یي اوبه ورباندي وشیندلي او بیرته را سمبال شو، نبی علیه سلام یي مسجد ته وروړ او ممبر ته یي وخیژاوو، او دا د رسول الله ﷺ وروستنۍ خطبه وه، رسول الله ﷺ وفرمایل:اي خلګو! ایا تاسو په ما پسي خپه یاست؟
ټولو وویل: هـــــو دالله رسوله بیخي زیات... رسول الله ﷺ وفرمایل: اي خلګو!
ما له تاسو سره د دنیا وعده نه ده کړې ؛موږ او تاسو به پر حوض کوثر سره وینو دالله په ذات مي دي قسم وي لکه زه چي اوس له دغه ځایه ورته ګورم...ای خلګو! په الله مي دي قسم وي، زه پر تاسو له فقره او غربته نه ویریږم بلکه زه پر تاسو له دنیا او دولته ویریږم،تر دې چي تاسو به دیوبل سره په دنیا کي سیالي کوئ لکه هغو پخوانیو خلګو چي به دیوبل سره سیالۍ کولې، نو تاسو به هلاک کړي لکه هغه پخواني قومونه چي یي هلاک کړي وو
بیا یي وفرمایل: ای خلګو! د الله په خاطر دالله په خاطر خپلو لمنځونو ته اهتمام او پاملرنه وکړئ...ای خلګو! دښځو په معامله کي له الله نه وویریږي ...پر ښځو له الله نه وویریږي...زه تاسو ته له ښځو سره دښه سلوک توصیه کوم...او وروسته یي وفرمایل: ای خلګو! یو بنده ته الله جل جلاله د دنیا دژوند او الله ته دتلو تر منځ اختیار ورکړ خو هغه دالله لوري ته تګ خوښ کړ...ددې خبرې په مفهوم له ابوبکر نه پرته هیڅوک پوه نشول، په ټولو اصحابو کي یوازي ابوبکر صدیق رضی الله عنه ددغو ټکو په مفهوم پوه شو نو په لوړ اواز یي وژړل او ودریدی ویي ویل: مور او پلار مو تر تا ځار کړل، اولادونه او ښځې مو تر تا ځار کړل، او خپل مالونه مو تر تا ځار کړل.!!او... خلګو ابوبکر ته حیران کتل چي څرنګه یي دومره جرئت وکړ چي د رسول الله ﷺ خبرې یي ور قطع کړې خلګو یي دکښینولو کوښښ کولو...نبي صلی الله علیه وسلم د ابوبکر په پلوي وویل: ای خلګو ابوبکر پریږدئ په تاسو کي هیڅوک داسي نشته چي له موږ سره یي څه ښیګڼه کړې وي او موږ دي دهغه بدله نه وي ورکړې...مګر د ابوبکر دنیکیو بدله زه نشم ورکولای، دده بدله مي پر الله سپارلې او په پای کي چي نور له ممبر نه را کوزیدلو نو ټول امت ته یي داسي دعا وکړه: (اواکم الله، حفظکم الله، نصرکم الله، ثبتکم الله، أیدکم الله) او اخیري خبره چي یي وکړه او ټول امت ته راجع وه هغه دا وه: اي خلګو! زما سلام زما هر امتي ته چي دقیامت تر ورځې پوري راځي او زما متابعت کوي ورسوئ...له دې خبرې سره له ممبره راکوز شو او اصحابو بیرته کورته راوړ ...عبدالرحمن بن ابی بکر چي راننوت او په لاس کي یي مسواک وو، رسول الله ﷺ دهغه په لاس کي مسواک ته ډیر کتل خو د ناروغۍ دشدت له کبله یي نشو ورته ویلای چي رایي کړه سیدتنا عائشه رضی الله عنها ورباندي وپوهیده له عبدالرحمن نه یي مسواک واخیست او دنبي علیه سلام په خوله کي یي کیښود،خو مسواک یي ونشو وهلای عائشې رض مسواک بیرته را واخیست او په خپله خوله کي یي لوند کړ او بیا یي رسول الله ﷺ ته ورکړ داځل مسواک پوست وو... عائشه رضی الله عنها وایي چي اخیري څیز چي د رسول الله ﷺ خولې ته داخل شو هغه زما لاړې وې، داد الله لوی فضل وو چي تر مرګ وړاندي یي زما او دهغه ﷺ لاړې سره ګډې کړې...عائشه رضی الله عنها وایي چي: شیبه وروسته فاطمة الزهرا رضی الله عنها راننوته، چي څنګه راننوته نو ویي ژړل ځکه رسول الله ﷺ ورته نشو پاڅیدلی او دا ددې عادت جوړ شوی وو چي کله به راغله نو رسول الله ﷺ به پر ټنډه ښکلوله... رسول الله ﷺ وفرمایل: فاطمې ماته رانژدې شه!
هغه ورغله رسول الله ﷺ په غوږ کي څه ورته وویل نو فاطمې ډیر وژړل چي کله یي وژړل نو رسول الله ﷺ بیا ورته وویل: غوږ دي رانژدې کړه، داځل حضرت فاطمې رضی الله عنها وخندل، ما چي د رسول الله ﷺ له وفات وروسته پوښتنه ترې وکړه ویلې: لومړی ځل یي راته وویل فاطمې زه نن شپه مړ کیږم، نو ماته ژړا راغله او ومي ژړل، دوهم ځل یي راته وویل چي فاطمې ژاړه مه ته به زما په اهل کی لومړی کس یي چي له ما سره به یوځای کیږې نو ما وخندل...بیا رسول الله ﷺ وفرمایل تاسو لږ له کوره ووزئ اوعائشې رضی الله عنها ته یی وویل چي خواته مي راشه،او نبي علیه سلام د ام المؤمنین عائشه رضي الله عنها پر سینه سر ولګاوو، او لاسونه یي داسمان لورته پورته کړل او دا یي ویل: بل الرفیق الاعلی، بل الرفیق الاعلي
عائشه رضی الله عنها وایي چي زه پوه شوم چي ځنکدن یي ده،په دې وخت کي جبرائیل امین تشریف راوړ او ویي ویل: اي دالله رسوله! ملک الموت بهر ولاړ ده او ستا اجازه غواړي، او ملک الموت له تا پرته له هیچا څخه اجازه نه ده غوښتې !!!
نبی علیه سلام ورته وویل: اجازه ده رادي شي، ملک الموت چي راننوت پر رسول الله ﷺ یي سلام واچاو او ویي ویل: زه الله جل جلاله رالیږلی یم چي تاته په دې دوو چارو کي اختیار درکړم، غواړې په دنیا کي پاتي شي او که غواړي له خپل رب سره وصل شي؟
رسول الله ﷺ وفرمایل: زه مي له خپل رب سره یوځای کیدل خوښوم...ملک الموت دنبي علیه سلام سر ته ودریدی.!!
او ویي ویل: اي دمحمدبن عبدالله پاک او سپیڅلې روحه!
راووزه دالله طرف ته' او رب له تانه راضي ده...عائشه رضی الله عنها وایي چي کله د رسول الله ﷺ لاس را ولوید او سر یي دروند شو نو زه پوه شوم چي وفات شو، نه پوهیږم څه وکړم، وارخطا دمسجد پر هغه دروازه ورووتم کومه چي زما دحجرې له خوا دنارینه و خواته وروتلې وه او نارې مي کړې: رسول الله ﷺ وفات شو ،رسول الله ﷺ وفات شو!!!
دا وایي زما دچیغو په اوریدلو سره په مسجد کي واویلا ګډه شوه...علي بن ابي طالب رضي الله عنه کښیناستی دولاړیدو شیمه یي له لاسه ورکړه...او عثمان رضي الله عنه لکه ماشوم په یوه لاس یي دا بل واهی...او عمر رضي الله عنه بیا توره را ایستلې ده او وایي که هرچا وویل چي رسول الله ﷺ وفات شوی دي نو سر به ترې غوڅ کړم هغه دخپل رب ملاقات ته تللی ده لکه موسی علیه سلام چي تللی وو،او بیرته به راستون شي...مګر په ټولو کي چي تکړه وو هغه ابوبکر صدیق رضي الله عنه وو، راغی نبي علیه سلام یي په غیږ کي ټینګ کړ او ویي ویل: اي دخدای خلیله! ای دخدای دوسته! اي ددخدای رسوله! او رسول الله ﷺ یي ښکل کړ او ویي ویل: اي دالله پیغمره! په ژوند او مرګ دواړو کي ته مبارک او بختور یې، او وروسته مسجد ته ورووت او ویل یي:چاچي د محمد عبادت کاوو هغه نن مړ شو او چاچي دالله جل جلاله عبادت کاوو نو بیشکه الله نه مري او تل ژوندی ده.
ددې خطبې په اوریدلو د عمر رضي الله عنه له لاسه توره ولویده، عمر رضي الله عنه وایي چي دابوبکر دا خبرې مې واورېدې نو مي یقین شو چي رسول الله ﷺ وفات شوی ده، وایي زه بهر ته ووتم دیو داسي ځای په لټه شوم چي له خلګو لیري وي او زه یوازي له خپل ځان سره په اوښکو تویولو خپل زړه تش کړم...کله چي یي رسول الله ﷺ دفن کړ فاطمه رضی الله عنها وویل: ایا تاسو به ځانونه معاف کړئ چي د رسول الله ﷺ پر مخ مو خاوري ور واړولې...او له قبر سره ودریدله تر ډیره یي فریاد کاوو...
نو وروڼو! زه پوهیږم چي سترګې به مو له اوښکو ډکې شوې وي، او په زړو کي به مو د رسول الله ﷺ دلیدلو تلوسه پیدا شوې وي، مګر د الله په فضل او زموږ سره دکړیو وعدو په برکت به ان شاء الله پر حوض کوثر ورسره یوځای کیږو
او...
له تاسو ټولو هیله لرم چي دا کرښې تر نورو مسلمانانو هم ورسوئ...
اللهم اجعلنا جمعیا والدینا واقاربنا والمسلمین الاحیاء والاموات من اهل الجنة النعیم ومجاورین لنبینا وحبیبنا وقرة اعیننا محمد صلوات ربي وسلامه علیه

اسلامي معلومات

💟💟" بنام مهر آفرین و مهر گستر "💟💟

👈بخش چهارم آموزه های قرآنی.... نکات سلامتی💝👇

🍇1_بخورید و بیاشامید ; اما به اندازه کافی و لازم ; زیرا پرخوری و زیاده روی، سلامت شما را به خطر می اندازد; (اعراف/31) .🍇🍇🍇

🌿آیه شریفه ،🌿 بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ ﴿۳۱﴾🌿🌿

🌷💚ترجمه ،اى فرزندان آدم جامه خود را در هر نمازى برگيريد و بخوريد و بياشاميد و[لى] زياده‏ روى مكنيد كه او اسرافكاران را دوست نمى دارد (۳۱)🌷💚

🍇🍇2 . همه دردها و ناراحتی های خود را می توانید با قرآن ریشه کن سازید; قرآن بخوانید و به آن عمل کنید و با روح قرآن مرتبط و همنوا گردید تا همه سیستم های روح و جسم شما در تعادل مطلوب خود قرار گیرند;🍇🍇🍇
 (یونس/57 و اسراء/82) .

🌿آیه شریفه ،🌿 أَیُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءتْکُم مَّوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّکُمْ وَشِفَاء لِّمَا فِی الصُّدُورِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِینَ🌿🌿

🌷💚ترجمه ،  ای مردم ، برای شما از جانب پروردگارتان موعظه ای آمد و شفایی برای ، آن بیماریی که در دل دارید و راهنمایی و رحمتی برای مؤمنان🌷💚

🌿آیه شریفه ،🌿وَ نُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ ما هُوَ شِفاءٌ وَ رَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِینَ وَ لایَزِیدُ الظّالِمِینَ إِلاّ خَساراً 🌿🌿

ترجمه:
🌷💚82 ـ و از قرآن، آنچه شفا ور حمت است براى مؤمنان، نازل مى کنیم; و ستمگران را جز خسران نمى افزاید.🌷💚

🍇🍇🍇3 . در فرهنگ قرآنی، این خداوند است که بیماری ها را شفا می دهد و دیگران، وسیله و واسطه اند🍇🍇🍇
 ; (شعرا/80) .
🌿🌿وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ ﴿۸۰﴾🌿🌿

🌷💚و چون بيمار شوم او مرا درمان مى ‏بخشد (۸۰)🌷💚

🍇🍇🍇🍇4 . اصل اول در سلامتی و صحت

این گونه غذا، می تواند مقدمات سلامتی را در بدن انسان فراهم نماید; اما این که یک ماده خوراکی واحد با ترکیبات غذایی ثابت و مشخص، در اثر حلال یا حرام بودن، دارای آثار متفاوتی بر سلامت انسان گردد، بحث علمی بسیار عمیقی می طلبد;🍇🍇🍇
 (نحل/114 و بقره 168) .
 حلال یعنی چیزی که ممنوعیت شرعی ندارد و طیب یعنی چیزی که موافق طبع سالم انسانی باشد

🌿🌿آیه ، فَكُلُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ حَلَالًا طَيِّبًا وَاشْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ ﴿۱۱۴﴾🌿🌿

🌷💚ترجمه ، پس از آنچه خدا شما را روزى كرده است‏ حلال [و] پاكيزه بخوريد و نعمت‏ خدا را اگر تنها او را مى ‏پرستيد شكر گزاريد (۱۱۴)🌷💚

🌿🌿آیه ،أَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلَالًا طَيِّبًا وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ ﴿۱۶۸﴾🌿🌿

🌷💚ترجمه ، اى مردم از آنچه در زمين است‏ حلال و پاكيزه را بخوريد و از گامهاى شيطان پيروى مكنيد كه او دشمن آشكار شماست (۱۶۸)🌷💚

سيرت نبي ص