Saturday, January 12, 2019

په اخرت کی مفلسان حوک دی

﷽ #ريښتینی #مُفلس
#نشرول یې #صدقه #جاریه ده!
ژباړه: له حضرت ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چه رسول الله ﷺ فرمایلي دي: آیا تاسې پوهیږئ، چه مفلس څوک دی؟ هغوی وویل: په مونږ کې مفلس هغه څوک دی چه درهم او متاع(پیسې او نور سامان) نه لري. نو رسول الله ﷺ وفرمایل: زما په امت کې مفلس هغه څوک دی چه د قیامت په ورځ د لمانځه، روژې او زکات سره راشي، خو یو ته یې کنځل کړې وي، د بل یې وینه تویه کړي وي، بل یې وهلې وي. نو یوه ته به د ده له نیکیو څخه څه ورکړل شي او بل ته به هم څه ورکړل شي، او که مخکې له دې چه د خلکو حقونه پوره شي، د ده نیکي ختمه شي، نو د نورو ګناهونو به پر ده واچول شي، او بیا به اور ته وغورځول شي.
رواه مسلم.
۱۲۰ حدیثونه،ص۳۲.

If want to increase your aliments read Following

رسول الله  ﷺ د رزق دپراخۍ،فقر او غربت نه د خلاصون داسې وظيفه راښوولې ده.
له حضرت عمر ضي الله عنه څخه روايت دی، چې زه له رسول الله  ﷺ سره ناست وم ، يو سړی راغی وېې ويل: ای د الله رسوله!  لاس می زيات تنګ دی .
 رسول الله  ﷺ ورته وويل: ايا تا د فريښتو لمونځ او د مخلوق تسبيح ويلې؟ ددې په برکت به رزق ومومې.
 ابن عمر رضي الله عنه وايې ومي ويل: ای دالله رسوله د فريښتو او مخلوق لمونځ او تسبيح کومي دي؟ وېې ويل:
 سُبْحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ سُبْحَانَ اللَّهِ الْعَظِيمِ ، اسْتَغْفِرُ اللَّه .
دا کلمات سل ځله د شپی په روستۍ برخه د سپيدو د داغ او سهار راختلو تر منځ ويل ، نو دنيا به درته سر ښکته ،  ذليله او  ډيره راشي او ددې کليماتو په ويلو اللهﷻ د هري کليمې نه فريښته پيدا کوي چې دقيامت تر ورځي تسبيح وايې او اجر ثواب ېې تاته رسيږي.
زموږ   الله ﷻ د شپې په آخري دريمه برخه کې لاندې او نژدې آسمان ته ( بلا کيفه ) را کښته کېږي ، او  وايي: يو څوک دُعا کونکۍ شته ، چې دُعا يې قبوله کړم؟ يو څوک غوښتونکۍ شته ، چې ور يې کړم ؟ يو څوک بخښه غوښتونکۍ شته ، چې بخښنه       ورته وکړم؟

Friday, January 11, 2019

د ناوی مونح

﷽ د #ناوې #لمونځ《لنډه کیسه》:
ژباړه: سیدحبیب الله سمسور.
 ناوې چې کله د مازیګر لمونځ ادا کړ نو دا چې بیګاه ته یې د واده شپه وه نو ناوې آرایش وکړ او د واده د شپې سپین کمیس یې پر تن کړ ځکه چې بیګاه ته یې د واده لومړۍ شپه وه ناوې خپلې خواښې ته مخ واړوه او ورته یې وویل چې مورجانې زه غواړم د ماښام لمانځه لپاره اودس وکړم او لمونځ ادا کړم. خواښې یې په تنده لهجه خپلې اینګور ته وویل: ایا ته لیونۍ شوې یې! ټولې میلمنې (ښځې) تاته منتظرې دي چې تا وګوري او ته وایي چه زه د لمانځه لپاره اودس کوم سره ددې چه تا دومره په زحمت ځان سینګار کړی او ارایش دې کړی که چیرته ته اودس وکړې نو ستا ټول ارایش به له منځه لاړ شي. زه ستا خواښې یم او تاته اجازه نه درکوم چه ته اوس اودس وکړې ځکه چه ستا ارایش له منځه ځي او که اودس دې وکړو نو زه به په تا باندې ډېره غوصه شم. ناوې وویل: قسم په الله چه تر څو مې اودس نه وي کړی او لمونځ مې نه وي ادا کړی تر هغې پورې به میلمنو ښځو سره ناسته ونکړم. ناوې خپلې خواښې ته په نرمه لهجه وویل: "ته مې خواښې یې زه تاته پوره احترام لرم خو ته باید په یوه خبره ځان په سمه توګه وپوهوې چه نه باید د مخلوق په خاطر د الله تعالی نافرماني وکړې" خواښې یې ورته وویل: دغه کومې میلمنې (ښځې) چه ستا د واده په خاطر راغلي که تا پدغه حالت کې چه ارایش دې نه دې کړی وګوري نو دوی به څه فکر کوي!؟ که ته ارایش ونه کړې نو د هغوی په نزد به ته بدرنګه ښکاره شې او په تا پورې به مسخرې وکړي! اینګور یې تبسم وکړ او خواښې ته یې وویل: "ته ددې په فکر کې یې چه زه باید د مخلوق په مقابل کې ښه ښکاره شم او د خپل رب د ناراضتیا کومه چه هغه یې د خپل مخالفت په صورت کې له ما څخه کوي ښه ښکاره نشم، ته غواړې چه زه پدغه مخالفت د الله تعالی له رحمت څخه محرومه شم، زه پدې پوهیږم که د الله تعالی مخالفت وکړم نو د الله تعالی د رحمت څخه لیرې پاتې کیږم، ناوې د خواښې د خبرو مخالفت وکړ او په اودس کولو یې شروع وکړه او د خپل ارایش په فکر کې نه شوه او د الله تعالی حضور ته د لمانځه د ادا کولو لپاره ودریده ناوې نه پوهیده چه دا یې اخري سجده ده.
هوکی: کله چه ناوې په سجده پریوته نو خپل روح یې الله تعالی ته تسلیم کړ او د تل لپاره لدې فاني نړۍ یې د ابد لپاره سترګې پټې کړې.
#پند:
ـــــــــــــــــــــ
ای مسلمانې خورې او ای مسلمان وروره!
ایا ته پوهیږې چه تاته مرګ کوم وخت کې راځي؟ په کومه ورځ؟په کومه شپه؟ په کوم ساعت؟ او په کوم حالت کې؟ نه پوهیږې؟! نو ولې ته د خپل رب نافرماني کوې او دلمانځه په کولو کې سیستي او تنبلي کوې پداسې حال کې چه ستا رب تاته محتاج نه دی بلکې ته خپل رب ته په هر حال محتاج یې:الله تعالی ته تر ټولو نږدې ترین حالت د سجدې حالت دی نو ته باید په هر حالت کې د خپل رب شاکر اوسې.

teach to your children these Islamic info

این جملات را برای( فرزندان )خود #بیاموزید لطفا
سوال : بنده کی هستی ؟
جواب : بنده خدا ( جل جلا له ).
سوال : اُمت کی هستی ؟
جواب : اُمت محمد رسول الله (صل الله علیه وسلم ).
سوال : در ملت کی هستی ؟
جواب : در ملت ابراهیم ( علیه سلام ).
سوال : در مذهب کی هستی ؟
جواب : در مذهب امام ابوحنیفه ( رحمت الله علیه ).
سوال :  حضرت محمد ( صل الله علیه وسلم ) چند یار داشت ؟
جواب : حضرت محمد  ( صل الله علیه وسلم ) چهار یار داشت.
1- حضرت ابوبکر صدیق   ( رض الله عنه )
2- حضرت عمر فاروق     (  رض الله عنه )
3- حضرت عثمان غنی     (  رض الله عنه )
4- حضرت علی              (  رض الله عنه )
سوال : چند مذهب است؟
جواب : چهار مذهب است .
1- مذهب امام ابوحنیفه       ( رحمت الله علیه ).
2- مذهب امام شافی           ( رحمت الله علیه ).
3- مذهب امام مالک           ( رحمت الله علیه ).
4- مذهب امام احمد بن حنبل ( رحمت الله علیه ).
عالیترین مذاهب مذهب امام ابوحنیفه ( رحمت الله علیه ) میباشد.
سوال : ایمان چیست؟
جواب : ایمان در لغت تصدیق وباور کردن را گویند و در اصطلاح تمام احکام خداوند ( جل جلا له ) و حبیب او صل الله وسلم را به زبان اقرار کردن و به دل تصدیق نمودن است.
سوال : ایمان به وسطۀ چی تقویت میشود؟
جواب : ایمان به واسطۀ اعمال صالحه تقویت میشود.
سوال : اسلام چیست؟
جواب : اسلام عبارت از تسلیم شدن پیروی از قوانین و احکام الهی میباشد.

سوال : اسلام چی قسم دین است؟
جواب : اسلام دین متوسط بین سختی و آسانی است.
سوال : چند کتاب آسمانی است و به کیها نازل شده است ؟
جواب : چهار کتاب آسمانی است و به چهار پیغمبر علیه سلام نازل شده است.
1- تورات به حضرت موسی ( علیه سلام ) 
2- انجیل به حضرت عیسی  ( علیه سلام )
3- زبور به حضرت داود     ( علیه سلام )
4- قرآن به حضرت محمد رسول الله ( صل الله علیه وسلم )
سوال : ما به چند کتاب ایمان داریم ؟
جواب : ما به چهار کتاب ( توارت، انجیل، زبور و فرقان ) ایمان داریم.
سوال : کتاب ما کدام است ؟
جواب : کتاب ما قرآن کریم میباشد.
سوال : قرآن در مدت چند سال ، از طرف کی توسط کی به حضرت محمد ( صل الله علیه وسلم ) نازل شده است ؟
جواب : قـرآن در مـدت 23 سال از طـرف خـداوند ( جل جلا له ) توسط حضرت جبریل ( علیه سلام ) بـه حـضـرت مـحـمـد ( صل الله علیه وسلم ) نازل گردیده است.
سوال : قرآن کریم چند پاره و چند سوره دارد؟
جواب : قرآن کریم 30 پاره و 114 سوره دارد.
سوال : آموختن قرآن کریم و عمل کردن به آن بالای ما چیست ؟
جواب : آموختن قرآن کریم و عمل کردن به آن بالای ما فرض است.
سوال : صفات خداوند ( جل جلا له ) چند قسم است ؟
جواب : صفات خداوند ( جل جلا له ) دوقسم است صفات ذاتی و صفات فعلی.
صفات ذاتی عبارتند از: سمع، بصر، کلام، اراده، قدرت، حیات و علم که این صفات برای الله ( جل جلا له ) ثابت بوده و الله ( جل جلا له ) بد ضد آن موصوف نمی شود، مانند قدرت که ضد عجز است.
صفات فعلی عبارتند از : تخلیق، انشأ، ترزیق، احیأ، ابداع، اعزازو اذلال که این صفات برای الله ( جل جلال له ) ثابت بوده و به ضد آن نیز موصوف میگردد. مانند احیأ ( زنده کردن ) که ضد آن اماتت ( میرانیدن ) است.
سوال : جنیات از چی خلق شده اند ؟
جواب : از آتش خلق شده اند.

سوال : روح در کدام موقع انسان وجود دارد ؟ 
جواب در تمام وجود انسان قرار دارد.
سوال : قوم ثمود چرا از بیخ و بُن کنده شد ؟
جواب : بخاطریکه از اوامر خداوند ( جل جلال له ) سرکشی میکردند.
سوال : فرعون چرا غرق شد ؟ 
جواب : بخاطریکه ایمان به الله ( جل جلال له ) نمی آورد.
سوال : اگر کسی ایمان به الله ( جل جلال له ) نداشته باشد چی گفته میشود ؟
جواب : اگر کسی ایمان به الله ( جل جلال له ) نداشته باشد کافر گفته میشود.
سوال : اگر به پیامبران ایمان نداشته باشد چی گفته میشود ؟
جواب : اگر به پیامبران ایمان نداشته باشد کافر گفته میشود.
سوال : آیا بدون ایمان به الله ( جل جلال له ) اعمال صالحه قبول میشود ؟
جواب : بدون ایمان به الله ( جل جلال له ) اعمال صالحه قبول نمیشود.
سوال : برخی از نام های الله ( جل جلال له ) را بیان کنید ؟
جواب : رحمن ، رحیم ، رزاق ، خالق ، کریم ، ستار ، رقیب ، قیوم ، قادر ..........
سوال : برخی از نام های پیامبر ( صل الله علیه وسلم ) را بیان کنید ؟
جواب : محمد ، احمد ، محمود ، صادق ، منیر ، بشیر ، نذیر ، مزمل ، مدثر ........
سوال : ایمان مجمل را بیان دارید ؟
جواب : آمنت ُ بالله کماهو با سمائه و صفاته و قبلتُ جمیع احکأمه و ارکانه اقرار باللسان و تصدیق با قلب. 
سوال : ایمان مفصل را بیان دارید ؟
جواب : آمنتُ بالله و ملائکته و کتبه ورسله والیوم الاَخر والقدر خیره و شره من الله تعالی والبعث بعد الموت.
سوال : مومن به چند چیز است ؟
جواب : مومن به هفت چیز است:
1- ایمان به خداوند ( جل جلال له ) 
2- ایمان به ملائکه.
3- ایمان به کتاب های اسلامی .
4- ایمان به پیامبران.
5- ایمان به روز آخرت.
6- ایمان به زنده شدن پس از مرگ.
7- ایمان به اندازه خیر و شر که از جانب خداوند ( جل جلال له ) میباشد.
سوال : پیامبر کی را گویند ؟
جواب : کسی که از طرف الله ( جل جلال له ) برای رهنمائی بشر فرستاده شده باشد.
سوال : تعداد پیامبران ( علیه سلام ) اجمعین چند است ؟
جواب : تعداد پیامبران ( علیه سلام ) یک لکُ بیست و چهار هزار کم یا بیش.
سوال : پیامبر ما کیست ؟
جواب : پیامبر ما حضرت محمد ( صل الله علیه و سلم ) است.

Islamic info

We must go on that ways which our prophet muhammad ص done as before

Wednesday, January 9, 2019

names of end day (QIAMAT)

دقیامت د ورځې تقریباً ۳۲ نومونه دي، قران او احادیثو کې راغلي دي .
۱-یوم القیامة یعنې قایمیدونکي ورځ 
۲- الساعة: یعنې زر به قایمه شي په یو ساعت کې 
۳- یوم الحسرة:(د افسوسونو ورځ) ځکه چې قیامت کې به کافران او مومنان ټول افسوس کوي، کافر به په ایمان پسې او مومن په نیک عملونو پسې.
۴- یوم الدین: دجزاء ورځ 
۵- الاخرة: آخري ورځ 
۶- یوم عظیم: غټه ورځ 
۷- یوم کبیر: لویه ورځ 
۸- یوم مشهود: ورځ دګواهانو د ګواهۍ
۹- یوم البعث: ورځ د دوباره ژوند 
۱۰- یون الفتح: ورځ دفیصلې
۱۱- یوم الفصل: ورځ د جدایۍ
۱۲- یوم الحساب: ورځ دحساب 
۱۳- یوم التلاق: ورځ دملاقات د انسان دجزاء دخپلو عملونو سره.
۱۴- یوم الازفة: ورځ نیزدې 
۱۵- یوم التناد: ورځ د اوازونو، لکه اور والا به له جنتیانو غوښتې کوي او اوازونه به ورته کوي چې لږې اوبه یا خوراک راکړئ، خو جنتیان به ورته وایې چې دا په کافر او مشرک باندې الله منعه کړي دي.
۱۶- یوم الجمع: ورځ د راجمع کېدو 
۱۷- یوم الیم: ورځ دردناکه 
۱۸- یوم الوعید: ورځ دعذابونو
۱۹- یوم الخلود: ورځ د همیشه والي
۲۰- یوم الخروج:  ورځ د وتلو دقبرونو څخه.
۲۱- الواقعة: واقع کېدونکې ورځ 
۲۲- یوم التغابن: ورځ دنقصان ښکاره کیدو.
۲۳- الحاقة: حق ورځ
۲۴- القارعة: ټنګوونکې ورځ 
۲۵- یوم عسیر: سخته ورځ 
۲۶- یوم عبوس: دتندي تریو کېدلو ورځ
۲۷- یوم ثقیل: درنه ورځ
۲۸- الیوم الحق: ریشتیني ورځ
۲۹- الطامة الکبرآی: دلوی مصیبت ورځ چې انسان ګونګی کوي.
۳۰- الصاخة: کڼوونکي ورځ 
۳۱- الغاشیة: پټوونکي ورځ، انسان ته په عذاب کې.
۳۲- الیوم الآخرُ: وروستۍ ورځ 

Monday, January 7, 2019

هغه خرما چی پیامبر ص غرص کری وه

مدیني منوري عجوه خورما او ګټي یې

امام السيوطي رحمه الله کاږي: د نړۍ اکثره خورما له حجاز نه انتقال شوې دي، نمرودیانو له حجاز نه ختیځ ته وړې دي، کنعانیانو شام ته، فرعونیانو یونان ته او د تُبع قوم یمن او عمان ته وړې دي. د خورما په اړه قرانکریم کې یادونه شوې ده، هغه برکتي او ګټوره میوه بلل شوې ده. أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاءِ (24) تُؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ بِإِذْنِ رَبِّهَا وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ (25).[سورة إبراهيم الآية:24-27].

هره سیمه چې کومه میوه زیاته لري هماغه میوه په خلکو زیاته ګرانه وي، اصلاً ټولي میوې د الله نعمتونه دي، له ځمکي یې را پیدا کوي او د الله مخلوقات ګټه ورنه اخلي، د عربو سیمه کې خورا زیاته ده نو طبعا له نورو خلکو عرب زیاته مینه ورسره لري، او هغوی یې خورا زیاته خوري، صحابه کرامو هم زیاته خوړله او رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه کورنۍ هم زیاته خوړله روایت کې راغلي چې د هغه په کور کې به که بل هر خوراک و خورما به خامخا ورسره وه. فعن عائشة رضي الله عنها قالت : “ما أكل آل محمد صلى الله عليه وسلم أكلتين في يوم إلا إحداهما تمرا “.

مدینه منوره کې تقریبا 270 ډوله خورماوي دي، او تر ټولو غوره ډول یې ” عجوة ” بولي او له دې ډول سره یې رسول الله صلی الله علیه وسلم زیاته مینه لرله، دا یې د نړۍ د میوو سرخیله، غوره او د جنت میوه بللې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: او عجوة د جنت میوه ده . والعجوة من فاكهة الجنة.. رواه الإمام أحمد.

فضیلت او ګټي یې

1-عجوة د جنت میوه ده، لکه په حدیث کې راغلي دي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: او عجوة د جنت میوه ده . والعجوة من فاكهة الجنة.

2-د زهرو علاج ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: عجوه د جنت میوه ده او د زهرو علاج ده. عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ( العجوة من الجنة وهي شفاء من السم ) رواه مسلم

3-د سحر علاج ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: څوک چې سهار مهال اووه عجوه خورما وخوري په دې ورځ به زهر او سحر هیڅ ضرر ورته ونه رسوي. عن سعد رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ( من تصبح بسبع تمرات عجوة لم يضره في ذلك اليوم سم ولا سحر ) رواه مسلم

4-د سرګرځیدلو او جذام علاج ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: د مدیني عجوه خورما د جذام ناروغي علاج ده چې هره ورځ اووه داني وخوري او اووه ورځي. عن عائشة رضي الله عنها قالت : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ( ينفع من الجذام أن تأخذ سبع تمرات من عجوة المدينة في كل يوم تفعل ذلك 7 أيام ) رواه ابن عدي. په بل روایت کې راغلي عائشي رضي الله عنها به ویل: عجوه د سرګرځیدلو علاج ده چې هر سهار اووه دانې وخوړل شي.

5- د ګيډي د ناروغیو علاج ده، سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه وایي: زه ناروغه شوم رسول الله صلی الله علیه وسلم مې د ناروغي پوښتني ته راغی، زما د تيو په منځ کې یې لاس کېښود په زړه کې مې یې د لاس سوړوالی احساس کړ، او راته ویې ویل: ستا په ګیډه کې تکلیف ده د ثقیف حارث بن کلده ته ورشه، هغه طبابت کوي، د مدینې اووه عجوه خورما دي ورواخلي، په شیدو کې دې خیشتې کړي، بیا دې تاته در وڅښي.
عن سعد بن أبي وقاص رضي الله عنه قال : مرضت مرضا , فأتاني رسول الله صلى الله عليه وسلم يعودني فوضع يده بين ثدي حتى وجدت بردها على فؤادي فقال: ( إنك رجل مفؤود ائت الحارث بن كلدة أخا ثقيف فإنه رجل يتطبب فليأخذ سبع تمرات من عجوة المدينة فليجأهن ثم ليلدك بهن ).رواه الطبراني.